Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانانو ترمنځ پر سیاسي هوکړې د بلنکین ټینګار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنکین یکشنبې (د وري په ۸مه نېټه) له سي ان ان سره په مرکه کې د افغانانو ترمنځ پر سیاسي هوکړې ټينګار کړی دی.

نوموړي په دې اړه ویلي دي:«د سولې خبرو کې ډپلوماسې مهمه ده. ځکه د جګړې له لارې جګړه بایته نه رسیږي.»

بلنکین وايي چې د افغانستان په تړاو د امریکا او ناټو دریځ روښانه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي:«موږ له خپلو ملګرو سره افغانستان ته ولاړو او مختلفو شرایطو کې سره همغږي وو، او یوځای به مناسب وخت کې له افغانستانه ووځو.»

دی د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې په تړاو څرګنده کړې:«خپل نظریات مو د مې په میاشت کې له افغانستانه د څرنګوالي په تړاو سره شریک کړو، بل دا چې د خپلو متحدانو نظریات واورو.‎»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن راتلونکي کال کې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو پاتې کېدل د تصور وړ نه بولي.

هغه تېره اوونۍ(بنجشبې د وري په ۵مه نېټه) یوې انلان ناسته کې خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ښایې مې میاشت کې د سرتېرو ویستو لپاره ټاکل شوې نېټه کې دا کار ونشي.

جو بایډن همداراز ټینګار وکړ چې که  امریکا له افغانستانه وځي، نو دا کار به په مصوون او منظمه توګه ترسره کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه هواریږي

شریک یي کړئ