د ولسي جرګې ځينې غړي د هغو نهو پوځيانو د وژل کېدو په غبرګون کې چې چورلکه یې د وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې په نښه شوې او نسکوره شوې وه، د علي پور د نیولو او له هغه سره د قانوني چلند غوښتنه کوي.
د پارلمان مشر او ځينې غړي وايي چې درې کاله مخکې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د نامسووله وسله والو قومندان علي پور یې له بنده په ضمانت ازاد کړ، اوس هغه باید د وژل شویو کسانو کورنیو ته ځواب ویوونکی وي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل:«علي پور د دویم مرستیال صاحب له خوا په ضمانت ازاد شو، طیاره د دفاع وزارت لوېدلې؛ خو له بده مرغه مسعود اندرابي له دندې لېرې کېږي.»
ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی شاه پورحسن زوی هم وايي:«دانش صاحب ستا تر څنګ دی (ولسمشر ته په خطاب کې) باید د هلیکوپټر تاوان چې پنځه ډېرش مېلیون ډالره کېږي ورکړي؛ که خپل کور پلوري او که خپل پټی.»
د ولسي جرګې بل غړی مهدي راسخ څرګندوي:«زموږ ګران پيلوټان چې ډېره پانګه پرې مصرف شوې په بهسود کې قرباني شول، په بهسود کې د تبعیض او کرکې د سیاست قرباني شول. هر څوک یې چې عامل وو او هر ډول چې دوی په شهادت ورسېدل موږ یې په رابطه د عدالت د ټينګښت غوښتونکي یوو.»
په بهسود کې په روانو پوځي عملیاتو سربېره د هغو سرپرستو وزیرانو د کار پر دوام هم توندې نیوکې وشوې چې د ولسي جرګې له لوري رد شوي دي. د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي حکومت هغه وزیران چې د ولسي جرګې د تایید رایه یې اخیستې ده ګوښه کوي؛ خو د دې جرګې له لوري رد شوي وزیران د اساسي قانون او د جمهوري نظام د ارزښتونو خلاف ساتي.
د ولسي جرګې غړې ملالۍ اسحاقزۍ وايي:«هغه وزیر چې له پارلمانه د افغانستان د خلکو له استازو رایه اخلي. هغوی له کوم دلیل پرته له دندې لېرې کېږي او هغه سرپرست وزیران چې د اعتماد رایه یې نه ده اخیستې تراوسه خپلې دندې مخته وړي.»
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد هم زیاتوي:«قانون د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا تر پښو لاندې کېږي، د سرپرستانو پر ځای باید نور وزیران معرفي کړي چې هغوی ته رایه ورکړو.»
بل خوا د ولسي جرګې غړو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په جګړو کې د ولسي وګړو پر وژل کېدو هم اندېښنه وښوده او له ښکېلو غاړو یې د خلکو د سر او مال خوندیتوب ته د پام غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي:«موږ په څه ډول هېواد کې ژوند کوو چې حکومت یې خپل خلک وژني.»
حکومت د ولسي جرګې د دغو نیوکو په هکله تازه څه نه دي ویلي.