Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې:امریکا له طالبانو د خپل پوځي حضور د نېټې د غځول غوښتنه کړې

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي امریکا له طالبانو غوښتي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور له درې میاشتو شپږو میاشتو ته وغځوي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي د جوبایډن ادارې د دوحې د موافقه له ارزولو سره هم مهاله له دې ډلې غوښتي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د حضور موده په موافقه کې له ټاکل شوي مهلت نه وراخوا د څو نورو میاشتو لپاره وغځوي. 
 
 د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«امریکایان غوښتنې لري چې د دوی د پوځونو د وتلو لپاره درې تر شپږو میاشتو یو مهال وېش باید نوی شي، مګر په وړاندې یې طالبان غواړي شوې ژمنې عملي شي.»

له دې سره جوخت د افغانستنان د سولې په رابطه په ترکیه کې د کېدونکې غونډې تابیا هم روانه ده. تمه ده چې په دغه غونډه کې به د هېواد د راتلونکي په هکله مهمې پرېکړې وشي. دې ته په کتو باور دا دی چې د امریکایي ځواکونو د حضور د غځېدو خبره هم باید له دغې غونډې مخکې روښانه شي. 

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي هم وویل:«ټاکل شوې ده چې د ترکیې په غونډه کې د افغانستان کیسه یوې خوا ته شي او یوې هکړې ته ورسېږو.»

دا لا څرګنده نه ده چې د ترکیې په غونډه کې به د حکومت او طالبانو له لوري په کومه کچه استازي ګډون وکړي؛ خو د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي تمه کېږي چې دغې غونډې ته به د ښکېلو غاړو مشران ورشي.
 
ښاغلي سعادتي زیاته کړه:«د دواړو لوري مشران دې هلته ګډون وکړي، د ملګرو ملتونو سازمان دې هلته د منځګړي او اسانتیا رامنځته کوونکي په توګه حضور ولري.»

بل خوا زلمي خلیل زاد د یکشنبې په شپه په انقرې کې له مارشال دوستم سره کتلي او له یو بل سره یې د ترکیې له غونډې د نتیجې په هکله خبرې کړې دي. 
                 
د مارشال عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو وویل:«د دغې لیدنې هدف د استانبول غوندې په هکله د لیدلورو توحید و.»

د امریکا ولسمشر جو بایډن لا له وړاندې ویلي و، چې د مۍ تر لومړۍ نېټې به له افغانستان نه د ټولو ځواکونو ویستل ګران کار وي، خو ورسره یې دا خبره هم کړې وه چې د دغو ځواکونو د حضور غځېدل به د لنډې مودې خبره وي. 

سرچینې وايي چې طالبانو تراوسه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور د نېټې د غځولو په هکله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

شریک یي کړئ