Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي امنیت: پکتیکا کې د القاعده شبکې یو جګپوړی غړی وژل شوی

د ملي امنیت عمومي ریاست په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د دغه ریاست د ځانګړو ځواکونو د هدفي عملیاتو په لړ کې د القاعده شبکې یو جګپوړی غړی او د طالبانو یو قومندان وژلي دي.

په خپرپاڼه کې راغلي دي:«د هند په شبه قاره کې د القاعده شبکې جګپوړی غړی په ابو محمد التاجیکي مشهور دولت بېګ تاجیکي او د طالبان قومندان حضرت علي په حمزه مهاجر مشهور چې د وزیرستان اصلي اوسېدونکی او د طالبانو او القاعده ډلې د ګډو سترو، پېچلو او خونړیو بریدونو پلانونکي وو.»

په خپرپاڼه کې همدارنګه کاږل شوي چې دغه کسان د القاعده شبکې او طالبانو ترمنځ ارتباطي کسان وو او د طالبانو د تجهیز او تمویل مسوولیت یې درلود.

ملي امنیت وايي چې په افغانستان کې د ابو محمد تاجیکي او حمزه مهاجر پلان په غزني، لوګر او زابل ولایتونو کې طالبانو ته د پرمختللو وسلو او پوځي تعلیماتو ته د زمینې برابرول وو.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي:«نوموړو کسانو د طالبانو د جنګیالیو د پوځي روزنې مسوولیت درلود او د دې په هڅه کې وو چې دغه روزنې د طالبانو نورو مرکزونو ته هم پراخې کړي.»

ملي امنیت وايي چې وژل شوي کسان طالبانو ته د پسرلنیو عملیاتو په هکله سلامشورې هم ورکولې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه