Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د طالبانو بریدونه؛ شپږو افغان سرتېرو ژوند بایلود

د هرات ولایت سیمه‌ییز مسوولین وايي تېره شپه دغه ولایت کې د طالبانو بریدونو او نن سهار یوې چاودنه کې شپږو افغان سرتېرو ژوند بایللی.

د هرات والي، سید وحید قتالي څرګندوي چې طالبانو تېره شپه(چهارشنبه د وري په ۱۱مه نېټه) پر پښتون زرغون، اوبه او شینډنډ ولسوالیو بریدونه وکړل.

دی زیاتوي چې یادو ولسوالیو کې د طالبانو بریدونو پایله کې څلورو سرتېرو ژوند بایللی او یوشمېر ټپیان دي.

هغه همداراز طالبانو لومړۍ د شینډنډ ولسوالۍ ملي امنیت مدیریت باندې د موټربم برید کړی او وروسته له افغان ځواکونو سره نښتي دي.

دی وايي دغه برید کې څلورو سرتېرو ژند بایللی او یو شمېر ټپيان دي.

د هرات والي وايي نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي، خو کره شمېر یې نه دی.

ښاغلی قتالي وړاندې وايي پر پښتون زرغون او اوبې ولسوالۍ د طالبانو بریدونو پایله کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د هرات مرستیال والي، نوراحمد حیدري هم نن سهار هرات ښار کې د پولیسو پر پوستې له بریده خبر ورکوي.

دی وايي چې دغه برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

خو د هرات امبولانس مسوول، ابراهیم محمدي وايي له چاودنې دوه مړي او یو ټپي روغتون ته وروړل شوی دی.

د دغې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

د هرات والي، سید وحید قتالي وايي طالبانو تېره شپه د دغه ولایت پښتون زرغون، شینډنډ او اوبې ولسوالۍ بریدونه وکړل

شریک یي کړئ