Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د چورلکې نسکورېدو پېښه کې درېیو تنو ژوند بایلود

هلمند ولایت کې تېره شپه د افغان هوايي ځواکونو چورلکې نسکورېدو پېښه کې درې تنو ژوند بایلود.

د هلمند ولایتي شورا رییس، عطاالله افغان نن(پنجشنبې د وري په ۱۲مه نېټه) وايي دغې چورلکې له ګرشک ولسوالۍ سرتېري شوراب هوايي اډې ته لېږدول.

نوموړی زیاتوي چې چورلکه د ناستې پرمهال له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوې او لوېدلې ده.

سرچینې وايي د قربانیانو ترمنځ د پولیسو سرتېری، محمدولي حقمل هم چې له ګرشک ولسوالۍ لښکرګاه ښار ته په رخصتۍ تلو، شامل دی.

سرچینې زیاتوي چې پېښه کې اووه تنه ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د هېواد ملي دفاع وزارت یوې خبرپاڼې کې وویل چې ماښام ۶:۳۵ دقیقې د افغان ځواکونو بلک هاک چورلکه نهرسراج ولسوالۍ اړونده سیمه کې له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوې او لوېدلې ده.

خبرپاڼه کې راغلي و:«له نیکه مرغه چې د چورلکې سورلۍ ته زیان نه دی اوښتی.»

د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده او لامل یې څېړل کیږي.

چورلکه د هلمند شوراب هوايي اډې کې د ناستې پرمهال د تخنیکي ستونزې له کبله لوېدلې ده

شریک یي کړئ