د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه مالومات چې نن(شنبه د وري په ۱۴مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱ زرو ۱۹۰ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینې کومه پېښه نه ده ثبت شوې ده.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶ زره او ۶۷۶ ته رسیږي چې له ډلې یې ۲ زره ۳۷۷ یې فعالې دي.
تازه پېښې ۶ کابل، ۷ کندهار، ۵۳ ننګرهار، ۱ نیمروز، ۱ لوګر، ۵ کنړ او ۸ هم په لغمان ولایتونو کې ثبت شوې دي.