Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دانش: هر ډول سیاسي نظام باید د خلکو د رایو پر بنسټ وي

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې د ټاکنو ترسراوی د افغانستان د سیاسي نظام له مهمو عناصرو دی او هر ډول سیاسي نظام باید د خلکو د رایو پربنسټ وي.

ښاغلی دانش ټينګار کوي چې افغان حکومت حاضر دی سولې ته د رسېدو لپاره، د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې له وخت مخکې ټاکنې ترسره کړي.

ښاغلی دانش وايي:«ټاکنې  د سیاسي نظام لپاره یو مهم عنصر دی او له همدې امله د حکومت مشرتابه، په خپله ولسمشر د ټاکنو پر ترسراوي ټينګار کوي. او دا چې موږ د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې د ټاکنو ترسراوي ته حاضر یوو. په هر فرصت کې چې دغه هوکړه لیک وروستی شي او د افغانستان خلکو تایید ته دې ورسېږي.»

تېره ورځ د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل چې ښاغلی غني به له وخت مخکې ټاکنو کې ځان نوماند نه کړي.

طالبانو لا تر اوسه په اصولو کې د ټاکنو د تایید او تردید په رابطه خپل رسمي موقف نه دی اعلان کړی؛ خو د دغې ډلې یو ویاند محمد نعیم وایي چې ټاکنې بد نامې شوي او خلک پرې باور نه لري:«د ټاکنو موضوع زموږ په هېواد کې د دغې موضوع په هکله د خلکو اعتماد له منځه تللی دی له دغې موضوع داسې څه جوړ شوي دي چې څوک باور نه شي کولای په ځانګړې توګه په تېرو ۱۵ کلونو کې.»
 
محمد نعیم دا هم وایي چې ټاکنې د هېواد د سیاسي نظام د غوراوي لپاره یوازینۍ لار نه ده او دوی په دې رابطه له دیني عالمانو سره سلا مشورې کوي.

خو ځينې سیاسي کارپوهان او شنوونکي په دې باور دي چې طالبان پر ټاکنو باور نه لري د اهل حل او عقد شورا د رامنځته کولو په هڅه کې دي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد جلال څرګندوي:«د جارې وضعیت ستونزې، امنیتي ستونزې دي، سیاسي ستونزې دي، بېلابېلې ستونزې دي او همدارنګه اعتقادي ستونزې هم دي. طالبان د اهل حل او عقد پر شورا باور لري نه پر سراسري ټاکنو.»

ولسمشرغني تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي چې یوازې د ټاکنو له لارې به واک وسپاري او دا چې له طالبانو سره کېدونکې موافقه هم باید د لویې جرګې له لوري تایید شي.
 
شریک یي کړئ