Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي ځواکونه تراوسه نه دي توانېدلي چې علي پور ونیسي

د میدان وردګ په بهسود کې له روانو عملیاتو دوه اوونۍ تېرېږي؛ خو لا تر اوسه قومندان علي پور چې د یوې چورلکې پر رانسکورولو تورن دی، نه دی نیول شوی.

په بهسود کې نظامي مسوولین وايي، په دې عملیاتو کې تر اوسه د علي پور څه باندې لس وسله وال وژل شوي او یو شمېر نظامي موټر هم بېرته د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

حکومت وایي دغه څرخکه د علي پور کسانو ویشتلې او نسکوره کړې ده او دوی اوس ترې غچ اخلي اخلي. پخپله  علي پور هم په لومړي سر کې منلې وه چې چورلکه یې ویشتلې او نسکوره کړې ، خو وروسته بیرته له خپلې خبرې  په شا شو.

د ملي پوځ ځواکونه وايي چې د علي پور د نیولو لپاره عملیاتو ته به دوام ولري.
     
د ۲۰۳ تندر قول اردو د پنځمې لوا قومندان حامد سیفي وايي:«علي پور مکلف دی چې ځان قانون ته تسلیم کړي یا موږ یې په وړاندې جنګېږو چې ووژل شي او یا هم اسیر شي. موږ له همدې قاطعیت سره راغلي یوو.»    

څرګنده نه ده چې علي پور اوس چېرته دی. خو دغلته په روانو پوځي عملیاتو کې ولسي وګړي هم زیانمن شوي دي.

د بهسود والسۍ اوسېدونکی محمد نقي ادعا کوي چې پر کور یې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې یوه امیندواره مېرمن او یو ماشوم وژل شوي او د کورنۍ دوه نور غړي یې ټپيان شوي دي:«که چېرې واقعاً علي پور ګرم دی، امنیتي ځواکونه د قانون له لارې دې ولاړ شي. زموږ مشران دې یوځای شي او سره کېني او له دې لارې هغه محاکمه کړي، که چېرې ملامت نه دی موږ ولې زیان ووینوو؟ زموږ ګناه څه ده؟»
  
د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکی حمیدالله هم څرګندوي:«دلته بې ګناه خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي او داسې باید ونه شي.»     

د میدان وردګو په بهسود کې د پوځي څرخکې له نسکورېدو وروسته؛ د افغان  ځواکونو له لوري د علي پور د وسله والو په ځینو مرکزونو هوایي بریدونه وشول. په دې کې د علي پور پر مرکزي قرارګاه هم ګوزارونه وشول چې له کبله یې ځینې برخې ویجاړې شوې  دي.

د میدان وردګو امنیه قومندان وحیدالله نظامي وویل:«جګړه ده نو طبعاً ښايي چې ځينې ستونزې رامنځته شي.»

اخوا د ولسي جرګې یو پلاوی هم بهسود ته ورغلی دی. هڅه یې دا ده چې دغلته د څرخکې د نسکورېدو څرنګوالی او ورسره په روانو عملیاتو کې خلکو ته اوښتی تاوان وارزوي.

بهسودو ته د ولسي جرګې ورغلي وکیلان هم وایي چې څېړنې به یې دقیقي او په مسوولیت سره وي. 

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون رییس میرحیدر افضلي وايي:«حق نه لري چې امنیتي ځواکونو د خلکو کورونه بمبارد کړي. دا موضوع هم باید هېره نه کړو، یو کس چې یوچېرته غلی وي دا حق نه لري چې د خلکو په کورونو کې ملیشه »

د بهسودو د پېښې د څېړونکي پلاوي غړی علي اکبرجمشیدي څرګندوي:«د حکومت په چارچوکاټ کې تر ټولو غوره ټاکنه ده چې موږ او تاسې د دولتي امکاناتو له استفادې سره له هغو ښکارندو سره مبارزه وکړو چې زموږ امنیت ګواښيي.»

د ځايي سرچینو په وینا په بهسودو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه لس ولسي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. خو د ورغلو ځواکونو قوماندانان  وایي چې عملیات یې لا دوام لري.

د بهسود ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې، په دې سیمه کې د علي پور پر ضد په هوايي عملیاتو کې یو شمېر ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ