امنیتي سرچینې نن دوشنبې (د وري په ۱۶مه) وویل چې تېره شپه په هلمند کې په دوو جلا پېښو کې ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
شرچینې زیاتوي چې لومړۍ پېښه کې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په عینک سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې موتر بم چاودنې دوه سرتېري وژلي او څلور تنه نور ټپیان کړي دي.
ورته مهال تېره شپه همدارنګه د لښکرګاه - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د وزیر مانده پوسته د طالبانو له خوا سقوط کړل شوې او د ملي پوځ ۹ سرتېري وژل شوي دي.
امنیتي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
نن سهار هم د کابل په غره باغ ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر یوه موټر ماین چاودنه وکړه چې په پایله کې یې یو سرتېری ووژل شو او څلور تنه نور پټيان شول.