Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو په ننګرهار کې څلور تنه پولیس سرتېري وژلي دي

یوه امنیتي سرچینه نن سې شنبې (د وري په ۱۷مه) وايي چې تېره ورځ ماښام په ننګرهار ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې څلور تنه پولیس وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه پېښه د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ په غازي بابا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو یوې ډلې د پولیسو پر پوستې برید وکړ.

سرچینه همدارنګه وايي چې طالبانو د پولیسو د دغو سرتېرو تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

د ننګرهار ځايي چارواکي د دغه برید په هکله څه نه وايي.

بلخوا طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ امنیتي چارواکو وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۲۶ دولتي ځواکونه وژل شوي او  شپږو ولسي وګړو په ګډون ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، څلور سرتېري یې وژلي او دهغوی تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

شریک یي کړئ