Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې غونډې ته د طرحو د توحید لپاره د ملي مصالحې شورا هڅې

د ملي ورغې جوړې عالي شورا وايي چې د محمد یونس قانوني په مشرۍ د دغې شورا یوه پنځلس کسیزه کمېټه د بهرنیو چارو له وزیر، د سولې په چارو کې د دولت وزیر، د ملي امنیت شورا له سلاکار او ځينو نور سیاسي څېرو سره له درې ورځو راهیسې هڅه کوي چې د ترکیې کېدونکې غونډې ته لیدلوري او طرحې توحید کړي.
 
د غه شورا وایي چې د سولې په تړاو د سیاستوالو او ګوندونو له لوري دغې شورا ته په رسېدلو طرحو او لیدلورو کې ډېر ګډ ټکي شته او ټاکل شوې ده چې د همدې اوونۍ تر پایه د سولې یوه واحده طرحه چمتو شي.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند  فریدون خوځون وايي:«د قانوني صاحب پر مشرۍ پنځلس کسیزه کمېټه ده، هیله لرو چې د همدغې اوونۍ په پای کې وکړای شو چې خپله کاري کمېټه پای ته ورسوو او مسوده چمتو کړو.»

خو یو شمېر سیاستوال پر دې بې باوره دي چې ګواکې جمهوري ریاست او د سولې عالي شورا دې د سیاسي ګوندونو طرحې سره توحید کړي.

د شهید احمد شاه مسعود د بنسټ رییس احمد ولي مسعود څرګندوي:«د امریکا له خوا طرحه ډېره روښانه ده چې دا زموږ طرحه ده، شونې ده چې نظریات راغونډ کړي، فکر کوم بیړنی کار دی، یوازې غواړي یو اندازه پوښ ورکړي چې ولا موږ د خلکو نظریات راغونډ کړل.»
 
سره له دې چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د سیاسي ګوندونو د دغو طرحو په تړاو څه نه وایي؛ خو د ولسمشر له لورې د مخې ته شوې طرحې په جزیاتو کې له طالبانو سره  مذاکراتو، د انتقالي حکومت او له انتقالي حکومته وروسته د وضعیت څرنګوالي ته اشاره شوې ده.
  
د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وویل:«باید یوه واحده ملي طرحه چې ټول پر هغه هوکړه ولري او عملي وي که چېرې پر دغې چټکتیا مخته ولاړ شو د ترکیې په ناسته کې به د جمهوریت لاس بر وي که چېرې خدای مه کړه له ډېرو طرحو سره ځو نړیواله ټولنه زموږ په هکله ډېر بد قضاوت وکړي.»

سره له دې چې ویل کېږي هڅه کېږي چې ترکیې کېدونکې غونډه د اپرېل په شپاړسمه وشي؛ خو تر اوسه د دې غونډې د جوړېدو کره نېټه څرګنده شوې نه ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه