نن چهارشنبې (د وري په ۱۸ مه) سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې یوې چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۸ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
سرچینې زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار ۶:۳۰ دقیقې د جلال اباد ښار د دویمې حوزې په اړوند د لغمان اډه کې هغه مهال رامنځته شوه چې له سیمې د پولیسو یو موټر تېرېده او په ګلدان کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه.
سرچینې زیاتوي:«د پولیسو سرتېري هم په دغې چاودنه کې ټپيان شوي دي؛ خو تر دېره ولسي وګړو ته زیان رسېدلی دی.»
روغتیايي چارواکي وايي چې «د څلورو ټپيانو وضعیت نازک دی.»
ځايي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.