Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شریف الله سرطیب د کندهار امنیه قومندان په توګه وټاکل شو

تادین خان د کندهار امنیه قومندانۍ له خپل مقام څخه استفعا وکړه او د هغه پر خای شریف الله سرطیب د کندهار د نوي امنیه قومندان په توګه وګومارل شو.

د هغه د معرفۍ په مراسمو کې، د کندهار والي روح الله خان زاده، د کندهار پخواني امنیه قومندان تادین خان اڅکزي او ګل اغا شېرزوی حضور درولود.

ښاغلي سرطیب له دې مخکې د سرحدي سرتېري او د درېیمې سرحدي لوا د څلورم کنډک د قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده، او د کندهار د پخواني امنیه قومندان تادین خان یو له نږدې کسانو څخه دی.

د سرچېنو په وینا، د جنرال رازق ورور او د کندهار پخوانی امنیه قومندان تادین خان د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه غړي په توګه ټاکل شوی دی.

هغه ۳۸ کلن دی او د خپل ورور جنرال عبدالرازق له وژل کېدو وروسته د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په وروستیو کې د کندهار د امنیه قومندان په توګه ګومارل شوی و.

د سرچېنو په وینا، د کندهار پخوانی امنیه قومندان تادین خان د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه غړي په توګه ټاکل شوی دی.

شریک یي کړئ