Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان:د اپرېل په۱۶مه د ترکیې په غونډه کې د ګډون لپاره چمتو نه یو

طالبانو نن دوشنبې (د وري په ۲۳مه) وویل چې دغه ډله د اپرېل په ۱۶مه (د وري په ۲۷ مه) نېټه د ترکیې په کېدونکې غونډه کې د ګډون لپاره چمتو نه دي او د دغې غونډې اجنډا د دوی تر څېړنې لاندې ده.
 
د افغانستان د سولې په هکله د استانبول کنفرانس ته د لومړني اټکل له مخې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي؛ خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي دوی لا هم په دغه کنفرانس کې د خپل ګډون پر څرنګوالي او دا راز د امریکا له لورې د کنفرانس د ورښودل شوې اجنډا په هکله خپل منځي سلا مشورې ختمې کړې نه دي.

بلخوا طالبانو ته نږدې سرچینې وايي تر هغې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع روښانه نه شي، د سولې کارونه به مخته ولاړ نه شي.
                
پخواني طالب قومندان سید اکبر آغا وویل:«طالبان وايي تر هغې چې موږ له امریکایانو سره پر وتلو باندې توافق ونه شي، موږ نور کارونه نه کوو او مخته نه ځو. نو پر دې بنسټ زه فکر نه کوم چې د ترکیې غونډه دې وشي.»

ها خوا زلمی خلیل زاد په کابل کې له سیاستوالو او د مدني ټولنې له فعالانو سره له څلورو ورځو پرله پسې بحثونو وروسته د دوحې په لور خوځېدلی دی.
             
د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل په دې هکله داسې وايي:«دوه پیغامونه یې لرل؛ یو دا وخت کم دی او تاسې د طرحې په توحید او نوملړ په جوړولو کې بیړه وکړئ او بل پیغام یې دا چې د ترکیې په غونډه کې د ګډون لپاره د طالبان غوښتنې له جمهوریت سره شریکې کړې دي.»

په همدې ترڅ کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د کاري کمېټې له لورې د چمتو شوې طرحې مسوده هم رسنیو ته رسېدلې ده. په دغې مسوده کې د اوس لپاره دوه طرحې ځای کړل شوې دي چې لومړۍ هغه یې د ولسمشر غني طرحه او دویمه هغه یې د صدارتي نظام د جوړېدو طرحه ده.

د ۱۴پاڼو په دغه مسوده کې راغلي چې د انتقالي دولت د کارموده به له ډېر نه ډېر درې کاله وي او غځېږي به نه.

د دغې مسودې له مخې اجراییه قوه، قضایه قوه، پارلمان، د اسلامي فقهې شورا، د دولت عالي شورا او د اساسي قانون د تعدیل کمېسیون د سولې یا انتقالي دولت اجزا ښودل شوي دي.

دا راز د دغې مسودې له مخې ولسمشر د یوې ښځې په ګډون له خپلو څلورو مرستیالانو، لومړی وزیر د یوې ښځې په ګډون له خپلو څلورو مرسیالانو، د کابینې وزیران او خپلواک ریاستونه د اجرایه قوې په اجزاوو کې شامل دي.
               
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی په دې هکله وايي:«مطلق صدارتي نظام کارنده نه دی، زما په نظر یو نیمه ریاستي حکومت چې په هغه کې لومړی وزیر حضور ولري، د افغانستان لپاره به یوه ښه ټاکنه وي.» 

پر دغې مسودې به وروستۍ پرېکړه د ملي روغې جوړې د عالي شورا په مشرتابه کمیټه کې وشي او بیا به د استانبول کنفرانس ته د افغانستان اسلامي جمهوریت د طرحې په حیث وړاندې شي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي تر هغې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع روښانه نه شي، د سولې کارونه به مخته ولاړ نه شي.

شریک یي کړئ