Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې غونډه کې د پلاوي پر ټول ګډونوالي د ولسي جرګې د غړو ټینګار

د ولسي جرګې غړو نن دوشنبې ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوریت هغه مرکچي پلاوی چې د استانبول په غونډه کې ګډون کوي باید ټول ګډونه وي. او د خلکو له ګټو او د تېرو دوو لسیزو تر لاسه شویو ارزښتونو څخه دفاع وکړي.

 په داسې حال کې چې لاهم د افغانستان د سولې په هکله د استانبول کنفرانس ته له کابل نه د تلونکي پلاوي ترکیب معلوم نه دی، خو په ولسي جرګه کې پرې وار له مخه تاوده بحثونه روان دي. خو دغه بحثونه په لفظي شخړو واوښتل او حتا د ولسي جرګې د نننۍ غونډۍ په ژوندۍ بڼه نشرات هم د څو دقیقو لپاره پرې شول.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نیلوفر ابراهیمي وايي:«د ګډون کوونکو په ترکیب کې باید د قومونو د حضور کچه په پام کې ونیول شي ځکه چې دا سمه نه ده چې د یوه لوري ۹۰ سلنه هم د یوه محترم قوم وي او د حکومت ۵۰ سلنه هم د یوه محترم قوم وي.»

د ولسي جرګې یو شمېرغړي وایي د افغانستان د راتلونکي په هکله پرېکړې د نورو واک دی او له دې کبله د ترکیې په غونډې او دغې غونډې ته د سیاتوالو له لوري په وړاندې کېدونکو طرحو پورې د هیلو تړل په کار نه دي. 
          
د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وویل:«زموږ طرحې د هغوی لپاره د یوې ستنې د څوکې په اندازه هم ارزښت نه لري، هغوی خپله پرېکړه کړې ده.»
               
د ولسي جرګې بل غړی مامور احمدزی هم څرګندوي:«د دغې جګړې قربانیان افغانان دي خو ګټه یې هغو هېوادونو ته رسېږي چې دغه اور یې بل کړی دی.»

بل خوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي په یوه ځانګړي قوم پورې د طالبانو تړل ناسمه خبره ګڼي.

د ولسي جرګې غړي خان اغا رضايي وویل:«طالب ډله چې ځان د محترم پښتون قوم استازی ګڼي، په واقعیت کې تراوسه یې له پښتون قوم نه استازيتوب نه دی کړی او نه کولای شي.»
    
په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازی خالد اسد وايي:«دا خو واضیح ته یو قوم ته تروریست وایې، خپل حد پېژنه، خپله خبره سنجیده وکړه. بیا دا چې نور تروریستان راغلي دي هغه د چا مربوط دي؟»

د ولسي جرګې د غړو ترمنځ دغو توندو خبرو د تالار فضا هم ترینګلې کړه چې له کبله یې ژوندي نشرات د څو د قیقو لپاره بند شول.
      
د کابل اوسېدونکی نذیر شینواری څرګندوي:«په داسې حال کې چې هېواد اوس په ډېر حساسو شرایطو کې دی او دوی د دې سربېره هم قومي او سمتي مسایلو ته لمن وهي.»
        
د کابل بل اوسېدونکی منصور نېکمل هم وايي:«دوی پر هغو مسایلو خبرې کوي چې هغه نه د ملت په ګټه دي او نه د دوی په ګټه دي او نه د دغې وطن په خیر دي.»

بل خوا ولسي جرګې تر اوسه د سولې هغه طرحه هم بشپړه کړې نه ده چې ټاکل شوې وه له خپله آدرسه یې د استانبول کنفرانس ته وړاندې کړي.
 
نن په ولسي جرګه کې د ترکیې په غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي د ترکیب په هکله د اقوام د استازو د حضور په هکله بحث جنجالي شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه