Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حیات الله حیات: طالبان د جمهوریت د پرځولو په هڅه کې دي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات وايي چې طالبان غواړي د ډاکتر نجيب الله د وخت په څېر حکومت راوپرځوي. 

ښاغلي حیات چې په ننګرهار کې د جمهوریت او امنیتي ځواکونو په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته وینا کوله ویل چې د کاونډیو هېوادونو استخبارات غواړي په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي د افغانستان دښمانان غواړي د تېرو حکومتونو په څېر اوسنی نظام هم ړنګ کړي او افغانستان یو ځل بیا له پښو وغورځوي.
 
ښاغلی حیات څرګندوي:«موږ نه غواړو د تېرو مشرانو په څېر تاریخ تکرار شي، دښمنان غواړي د ډاکټر نجیب د وخت تاریخ بیا تکرار شي او شته نظام ړنګ کړي دا یو خوب دی موږ امنیتي ځواکونه لرو.» 

بل خوا د ننګرهار والي او د دې ولایت اوسېدونکي وايي چې د سولې په خبرو کې د امنیتي ځواکونو پر سر معامله د منلو نه ده:«د ټولو نه زیات تاسو ولسونه قرباني ورکوئ. خپل زامن مو د امنیتي ځواکونو لیکو ته لېږلي دي. او دوی دی چې د ولسونو امنیت ساتي.» 

د ننګرهار اوسېدونکي وايي دوی په کلکه د خپلو امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ملاتړلي دي. 

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی عبدالرووف شپون څرګندوي:«طالبانو ته وایم څه برنامه لری. او تاسو څه غواړی دا ښکاره کړئ موږ د یوه نظام امنیتي ړنګول نه غواړو.»

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د جمهوریت او امنیتي ځواکونو په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته له ولسوالیو نه هم ګڼ شمېر خلک راغلي وو.

د ننګرهار والي ضیالحق امرخېل هم وايي افغانان د جمهوریت د دوام لپاره هر ورځ د سر قرباني ورکوي. 

شریک یي کړئ