Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي روغې جوړې د عالي شورا له خوا پر چمتو شوې طرحې د دانش نیوکه

د ولسمشر دویم مرستیال د استانبول په کېدونکې غونډه کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د ملي روغې جوړې د عالي شورا پر چمتو شوې طرحې سخته نیوکه کوي.

 سرور دانش وايي چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا تخنیکي کمېټې د جمهوریت لوري د بېلابېلو نظرونو او طرحو ترمنځ هېڅ ډول توحید او انسجام نه دی رامنځته کړی.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا په طرحه کې ولسمشر او لومړي وزیر ته څلور، څلور مرستیالان په پام کې نیول شوي دي. خو ښاغلی دانش وایي چې ملي روغې جوړې عالي شورا په واقعیت کې د زلمي خلیلزاد طرحه خپل محور ګرځولې او په خپله یې کوم نوښت نه دی کړی.

هغه د خپل فېسبوک پر پاڼه لیکلي دي چې:«د انتقالي دورې او یا هم د افغانستان د راتلوونکي لپاره، پارلماني یا صدراتي نظام یوازې د یوه ګوند نظر دی او باید د ټولو د نظر په توګه ونه بلل شي.»

د ولسمشر دویم مرستیال دغه راز لیکلي دي چې په هېواد کې د پراخ ګوندي سسټم نشتوالي ته په پام سره بشپړ پارلماني نظام د هېواد په ګټه نه دی.

ښاغلی دانش پر دغې طرحې د نیوکې ترڅنګ وایي چې د ولسمشر او د افغان حکومت له طرحې سره له سپکاوي ډک چلند شوی دی او واک د دوو قومونو ترمنځ وېشل شوی دی او نور قومونه له پامه غورځول شوي دي.

ښاغلی دانش د افغانستان لپاره د ولسمشر طرحه او ریاستي نظام مناسب بولي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ۱۵ کسیزې کمېټې د بېلابېلو لوریو د ۳۶ طرحو په تړاو له یوې اوونۍ بحثونو وروسته د استانبول غونډې ته د یوې طرحې مسوده چمتو کړه چې دوه غوراوي لري. په لومړي انتخاب کې د ولسمشر له طرحې را اخیستل شوی، پر ریاستي نظام او په دویم هغه کې پر صدراتي نظام ټينګار شوی دی.
 
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې پر طرحې نیوکه کوي او هغه د دوه قومونو ترمنځ د واک وېش ګڼي.

شریک یي کړئ