Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: بريټانیا خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي

د بریټانیا د ټایمز ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، د سپټمبر تر ۱۱ مې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د رپوټ له خپرېدو وروسته، بریټانیا پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې خپل ټول پاتې ځواکونه وباسي.

په رپوټ کې راغلی دي چې بریټانیا داسې پروګرام چمتو کړی چې د هغه پر بنسټ، په کابل کې د مارشال فهیم پوځي اکاډمۍ مدیریت چې په هغه کې د دغه هېواد ځواکونه افغان سرتېرو ته روزنه ورکوي، افغان دولت ته وسپاري.

دغه رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې دم ګړۍ بریټانیا په افغانستان کې ۷۵۰ سرتېري لري چې د امریکايي ځواکونو له ملاتړ پرته - د هغوی پر اډو او تسهیلاتو د اتکا له امله هغوی به له ننګونو سره مخ شي.

د سې شنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي واشنګټن پوست ته وویل چې د سپټمبر په ۱۱مه به له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونو ووځي. 

دغه ورځپاڼه د باخبره سرچینو پر حواله رپوټ ورکوي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به په راتلوونکو میاشتو کې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه بهر کړي او د امریکايي پوځیانو دغه وتل به د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مه پر امریکا د القاعده د بریدونو د شلمې کلیزې په درشل کې چې د لومړي ځل لپاره یې امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړه کې ښکېل کړه، بشپړ شي.

دغه سرچینې زیاتوي چې ټاکل شوې ده ولسمشر جوبایډن سبا چهارشنبې په دې هکله خپله پرېکړه اعلان کړي .

ظاهراً دا پرېکړه به د مۍ تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د واشنګټن د هغې ژمنې پر خلاف وي. چې د دوحې په هوکړه کې طالبانو ته ورکړل شوې ده.

دم ګړۍ د ناټو د کابو ۸۰۰۰ ځواکونو ترڅنګ ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې حضور لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له اتلسو میاشتو خبرو اترو وروسته، دواړه لوریو د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یوه هوکړه لاسلیک کړه.

د دوحې د هوکړې پر بنسټ، ټاکل شوې وه امریکايي ځواکونه د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې له افغانستانه ووځي.

شریک یي کړئ