Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان: بهرنیو ځواکونو تر وتلو به د سولې په غونډو کې ګډون ونه کړو

طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش په هکله د بهرنیو رسنیو د رپوټ د خپرېدو په غبرګون کې وايي، تر هغې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، دا ډله به د سولې په هېڅ غونډه کې ګډون ونه کړي.

بهرنیو رسنیو رپوټ ورکړی د جو بایډن اداره هوډ لري چې له افغانستانه خپل ځواکونه د سپتمبر پر ۱۱ مې - د امریکا پر سوداګریزو برجونو د القاعده شبکې د برید پرشلمې کلیزې بهر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د اپرېل په ۲۴مه نېټه په ترکیه کې د افغانستان په هکله یوه ستره غونډه جوړه شي.

د ملګرو متلونو سازمان سرمنشي ویاند اسټېفن ډوجاریک وايي:«د استانبول غونډه به له مذاکره کوونکو سره پر همکارۍ متمرکزه وي؛ څو هغوی وکولای شي چې، یو لړ بنسټیزو او ګډو اصولو ته ورسېږي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د یوه ګډ لیدلوري ښکارندويي وکړي او د داسې یوې سیاسي نقشې لامل شي چې، ورسره منازعه پای ته ورسېږي.»

هغه زیاتوي:«د طالبانو تر منځ بحثونه روان دي او زه نه شم کولی د هغو پر ځای خبرې وکړم؛ خو دغې غونډې ته طالبان هم بلل شوي او هیله من یوو چې په یاده غونډه کې هغوی وګورو.»

خو طالبانو لا وار له مخه ویلي چې څو پورې ټول امریکایي سرتېري له افغانستان نه ونه وځي، دوی به هېڅ داسې غونډه کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان په هکله په کې پرېکړې کېږي.  

طالبان د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو نه وتل د دوحې له تړون نه سرغړونه بولي، خو منتقدین یې بیا وایي چې طالبان هم تر اوسه، له افغان لوري سره جدي خبرو ته تیار شوي نه دي چې دا هم له شوې موافقې نه سرغړونه ده.    

جرمني هم د امریکايي ځواکونو وتو ته په اشارې، له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د وېستلو په اړه څرګندونې کړې دي.

دمګړۍ په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکايي او نږدې ۸ زره د ناټو ځواکونه حضور لري.

شریک یي کړئ