Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د بهرنیو ځواکونو وتل د نړیوالو مرستو د بندېدو په مانا نه دي'

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر، له افغانستانه تر راتلوونکو پنځو میاشتو د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې په غبرګون کې وايي چې د دغو ځواکونو وتل له افغانستانه سره د نړیوالې تولنې د مرستو او همکاریو د بندېدو په مانا نه دی.

ښاغلي غني چې نن چهارشنبې په کابل کې وینا کوله، ټینګار وکړ که چېرې طالبان فکر کوي چې له افغانستانه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د دغه هېواد واګي د جګړې له لارې ترلاسه کوي تېروتنه کوي.

هغه وویل:«که چېرې فکر وشي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د جګړې له لارې مسله حل کېږي، دا خدای مه کړه د جګړې د دوام لپاره نسخه ده او هېڅوک دا هیله نه لري او هېڅوک باید دا تېروتنه ونه کړي.»

عبدالله عبدالله وايي، د امریکا د ولسمشر په دې پرېکړې سره باید د وخت له ضایع کېدو مخنیوی وشي او سولې ته د رسېدو لپاره هڅې لاپسې ګړندۍ شي:«کله چې معلومېږي چې څلور میاشتې وروسته بهرنیان نشته، دا هغه وخت دی چې تر خپل منځ د ژوند لار پیدا کړو او له یو بل سره پایلې ته ورسېږو چې په راتلوونکي کې باید جګړه نه وي، په راتلوونکي کې زموږ په هېواد کې بهرني جنګیالي نه وي لار دا ده، دا لار نه ده چې وقت ضایع شي.»

دا چې، امریکا او ناټو د افغان ځواکونو مهم ملاتړي دي؛ نو له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتو سره د افغان ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا برخلیک هم له پوښتنو سره مخامخ دی. خو ښاغلی عبدالله وايي، له افغانستان سره به د نړۍوالې ټولنې مرستې دوام ولري:«د دغې خبرې مانا د خلکو لپاره دا ده چې نور له افغانستان سره بهرنۍ مرستې پرې کېږي، نور د مرستې تمه ونه لرو. د افغانستان په هکله د نړۍ لېوالتیا پرې کېږي، فکر کوم په دې مانا نه ده؛ خو له بلې لارې د همکاریو دوام به وي.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر وايي، لا هم روښانه نه ده چې، طالبان به د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي او که نه؛ خو په وینا یې د افغانستان د جګړې د پایته رسولو لپاره له سولې پرته بله هېڅ لاره نشته.

ورته مهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات وايي چې د هېواد له خاورې دفاع د بهرنیو ځواکونو دنده نه ده، بلکې د افغان امنیتي ځواکونو دنده ده:«۹۵ سلنه عملیات زموږ د امنیتي ځواکونو له خوا مخته بیول کېږي، یعنې که چېرې سبا امریکایي ځواکونه ووځي، ډېر بدلونونه نه راځي.»

له دې ټولو سره سره تمه کېږي چې نن شپه ناوخته د امریکا ولسمشر له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو په هکله وینا وکړي.

له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وېستنو د نېټې اعلانېدل د خلکو له بېلابېلو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

شریک یي کړئ