Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له بشپړو وتو مخکې افغانستان ته د نور امریکايي سرتېرو دلېږد احتمال

د امریکا د دفاع وزارت وایي، له افغانستانه د ټولو سرتېرو اېستلو پر وړاندې د شته ګواښونو له امله، په پام کې لري چې افغانستان ته تازه سرتېري واستوي څو دغه وتنه په خوندي او منظمه توګه ترسره شي.

امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د اېستلو پر مهال د برید له احتماله اندېښمنه ده له همدې امله طالبانو ته خبردارۍ ورکوي، څو پر دوی د وتلو پر مهال برید ونه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، د افغانستان وضعیت عراق ته ورته نه دی. د هغې هېواد او هغې سیمې ځانګړنې نه‌لري. افغانستان په وچه پوښل شوې هېواد دی، چې د وتلو پر وړاندې د مقاومت او مخالفت احتمال شته.

هغه زیاتوي، ټول دغه مسایل په پام کې لرو. له همدې امله ممکنه ده چې زموږ ځېنې سرتېري په موقت ډول سیمې ته ولېږدول شي څو وتنه په خوندي او منظم ډول ترسره شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد ګټې په دې کې دي څو القاعده او نورې ترهګرې ډلې ونشي کړای، چې پر امریکا او لویدیځ له افغانستانه د اډې په توګه کار واخلي. له همدې امله امریکا خپل سرتېري په سېمه کې ساتي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، موږ د افغانستان ملي سرتېرو د پرمختګ په برخه کې له خپل ملاتړ لاس نه اخلو. خو زموږ اړېکې به د نورو هېوادونو سره په نوي ډول او دوه اړخېزې اوسي، او پوځي حضور به د تل‌پاتې منازعې په ډول نه وي.

د جان کربي په وینا،  د امریکا پوځي رهبران د وتلو د برنامې د جزییاتو د جوړولو په حال کې دي.

په همدې حال کې، نیویارک تایمز راپور ورکړی، چې د امریکا د دفاع وزارت او استخباراتې بنسټونه په تاجکستان، کازاخستان او ازبکستان کې د خپلو سرتېرو د ځای پر ځای کولو په حال کې دي.

د راپور پر بنسټ، افغانستان ته د ترهګرو راتګ سره به دغه سرتېري به ژر اقدام وکړي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر وړاندې غبرګونونه

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار، په داسې حال کې چې طالبانو جګړې ته زور ورکړی له افغانستانه  د امریکایي ځواکونو وتنه یو اخلاقي تحریف او د تګلارې ناورین بولي.

زه د هغو فرصتونو له امله چې د اوږد مهاله ستونزو لپاره د لنډمهاله کړنلارو له امله له لاسه تللي اندېښمن یم.

که امریکا او نورو هېوادونو په افغاسنتان کې اوږدمهاله لیدلوری درلود، او د جګړې ختمولو لپاره یې هڅې کړې وې، نو شاید اوس به موږ په دغه وضعیت کې نه پاتې کېدو.

هغه زیاتوي، له افغانستانه د دغو سرتېرواېستل، د مدنیت د مبارزې په لومړۍ کرښه کې په وحشت کې د افغانانو د یوازې پرېښودلو په مانا دي.

له بلې خوا، د بریټانیا د پوځ مشر جنرال نیوکلا پټریک کارټر، له افغانسته د امریکایي ځواکونو وتلو پر وړاندې خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه د بریټانیا د تمې خلاف وه خو بریټانیا اوس دغې پرېکړې ته درناوی لري.

کارټر زیاته کړې ده، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو سره، کېدای شي جنګ سالاران بېرته راستانه شي.

په همدې حال کې، یو امریکایي سناټور لیندسي ګراهام له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د داعش او القاعدې ډلې په ګټه بولي.

حقاني شبکه چې زموږ د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا یوه ترهګره ډله پېژندل کېږي، په ختیځ کې به حاکمه شي.

د شمال ټلوواله چې د طالبانو له دښمنانو څخه ده، بیا له سره به جوړه شي او په شمال کې به خپل سرتېري راټول کړي.

په لویديځ کې به هرات چې د ایران سره ګډه پوله لري او د افغانستان یو له لویو ښارونو څخه دی، ایران به پرې پراخ نفوذ وکړي.

له دې سره، د بشري حقونو څار بنسټ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو اندېښنه څرګنده کړې، او له امریکا یې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو حقونو، زده‌کړو، روغتیا او د رسنیو د خپلواکۍ څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت او استخباراتي بنسټونه په تاجکستان، کازاخستان او ازبکستان کې د امریکایي ځواکونو د ځای پر ځای کولو په هڅه کې دي.

شریک یي کړئ