Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا او طالبانو ترمنځ د باور جوړونې لپاره د دخیلو خواوو هڅې

د امریکا، قطر، ملګرو ملتونو او ترکیې استازو له تېرو څو ورځو راهیسې طالبانو سره ناستې کړي دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، دخیلې خواوې د امریکا او طالبانو تر منځ باور جوړنې لپاره هڅه کوي او زیاتوي چې دغه برخه کې پرمختګ هم شوي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وویل:«طالبان غواړي چې برخلیک ټاکوونکې او پرېکړه کوونکې غونډه وي او د طالبانو په نظر دغې موخې ته د رسېدو لپاره، د دوحې هوکړې عملي کول مهم دي.»

پر امریکا، قطر، ترکیې او ملګرو ملتونو سربېره، پاکستان هم په دې ورځو کې د استانبول په کنفرانس کې ګډون ته د طالبانو د هڅولو په هدف خپلې هلې ځلې پېل کړې دي.
                     
په پاکستان کې خبریال طاهر خان وايي:«دا د پاکستان لپاره یوه ننګونه هم کېدای شي چې ایا کولای شي طالبان د ترکیې په غونډه کې د ګډون لپاره اړ کړي که نه؟»

بل خوا د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وایي که طالبان غواړي چې د یوې کرکجنې ډلې په توګه ورسره چلند ونه شي، باید د ښځو د حقونو درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي:«موږ به د سولې بهیر کې ښکېل واوسو ووينو چې آيا کولای شو دا بهیر یوه ښه لوري ته پرمخ بوځي او کنه او وروستۍ خبره دا چې غواړم بیا یې تکرار کړم، که طالبان تمه لري چې د نړیوالې ټولنې له لوري ومنل شي او د یوه منفور ځواک په سترګه ورته ونه کتل شي، باید د ښځو او نجونو د حقونو درناوی وکړي.»
 
له دې ټولو سره سره د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وایي چې دغه هېواد دا نه شي تضمينولای چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې څه پېښېږي.
           
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان زیاتوي:«ټول هغه کارونه چې متحده ایالتونه یې ترسره کولای شي، د امنیتي ځواکونو، حکومت او د افغانستان د خلکو ظرفیتونو ته د سرچینو برابرول او د هغوی د ځواکونو روزنه او سمبالتیا ده. موږ دا کار کړی دی او اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې امریکایي ځواکونه خپل کور ته راشي او د افغانستان خلک د خپل هېواد د دفاع لپاره په خپله ګام واخلي.»

طالبانو تر هغې وروسته د ترکیې په کنفرانس کې ګډون او د مذاکراتو دوام رد کړ چې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونه به د سپټمبر تر یولسمې له افغانستانه ووځي. خو طالبان غواړي چې د دوحې د موافقې له مخې دغه ځواکونه تر یوولسو نورو ورځو له افغانستانه ووځي.

طالبانو تر هغې وروسته د ترکیې په کنفرانس کې ګډون او د مذاکراتو دوام رد کړ چې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونه به د سپټمبر تر یولسمې له افغانستانه ووځي.

شریک یي کړئ