Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې په غونډه کې د طالبانو په ګډون د ولسي جرګې ټينګار

د ولسي جرګې رییس او د دغې جرګې ځينو وکیلانو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د استانبول کنفرانس کې د ګډون لپاره پر طالبانو  فشار راوړي.
  
بل خوا د ولسي جرګې د بشر حقونو او ښځو کمېسیون هم په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د خلکو د باور د خپلولو لپاره دې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
  
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل:«د سیمي له اغېزناکو هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړو چې د ترکیې غونډې په درشل کې طالبان وهڅوي چې په دغې غونډه کې ګډون وکړي.»

د ولسي جرګې د بشري حقونو او ښځو کمېسیون هم په یوه اعلامیه کې طالبان د ټولنې یو واقعیت ګڼي، خو وایي دا چا ته د منلو نه ده چې دغه ډله دې د زور له لارې واک ته ورسېږي.
       
د ولسي جرګې د بشري حقونو او ښځو د کمېسیون رییسه ناهید فرید وايي:«طالبان دې په خپلو پروګرامونو کې د بشر او ښځو حقونه تمثیل کړي او په لومړني ګام کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د نجونو ښوونځي پرانیزي.»

ها خوا ځینې وکیلان بیا د بهرنیو ځواکونو وتو ته په اشارې، په افغانستان کې د دغو ځواکونو ۲۰ کلن ماموریت له سره ناکام بولي. 
       
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی نصیر فراهي څرګندوي:«امریکا او متحدین یې په دې باید پوه شي چې د افغانستان جګړه هغوی پیل کړې وه او هغوی یې باید پای ته ورسوي.»
    
د ولسي جرګې بل غړی میرویس خادم هم وویل:«حکومت کولای شي له ټول افغانستانه او د هغه له ټولې خاورې دفاع وکړي.» 

ځینې وکیلان دې ته اندېښمن دي چې کېدای شي بهرني ځولکونه له خپلو اډو نه د وتو پر مهال هلته ودان شوي تاسیسات بېرته ویجاړ کړي او خپل تجهیزات هم له افغانستان نه وباسي. 
 
د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون رییس  خان آغا رضايي وايي:«هغه وسایط او اوزار چې دوی یې هلته پرېږدي، یا له منځه وړي او یا هم په کمه بیه پر ګاونډیو هېوادونو پلوري.»

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون رییس میر حیدر افضلي هم زیاتوي:«په هغه صورت کې چې امریکایان بهر کېږي دا یو ډېر ښه فرصت دی چې د بګرام هوايي ډګر پر ملکي هوايي ډګر بدل شي.»

امریکا اعلان کړی چې د سپټمبر تر یولسمې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه باسي. دې ته په کتو، د خلکو تمه دا ده چې جمهوریت او طالبان د دې مودې تر پوره کېدو وړاندې د سولې پر یوې موافقې سره سلا شي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او نور استازي وايي چې طالبان باید دا رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه