د رویټرز د راپور لهمخې، دوشنبې ( د وري۳۰مه) پاکستان د طالبانو له ډلې غوښتي څو د افغان سولې په پروسه کې دخیله اوسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د رویټرز سره په خپلې یوې مرکه کې ویلي: " طالبان خپله پرېکړه کوي خو؛ موږ تر خپلې وسې پورې هڅه کوو څو هغوی دې ته قانع کړو، چې دا یې ملي ګټې دي او د سولې په پروسه کې باید دخیله اوسي."
له طالبانو دغه غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو د سپټمبر پر ۱۱مه نېټه د امریکایي ځواکونو د وتو په غبرګون ویلي، څو چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ونه وځي نو دوی به د افغانستان په اړه هېڅ کومې ناسته کې ګډون ونه کړي.
د دغه راپور لهمخې، د ترکیې په ناسته کې د طالبانو نه ګډون کول به دغه پروسه له بې نظمۍ سره مخ کړي.
تمه کېږي، چې په استانبول ښار کې د ترکیې ناسته د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په رهبرۍ جوړه شي، او ټولې خواوې د سولې یوې هوکړې ته رسېدو لپاره خبرې اترې وکړي.
قریشي په دغو خبرو کې زیاته کړې ده، چې له لوژستیکي امله افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتو کې ځنډ ممکنه خبره ده، او طالبان خپلو موخو ته چې غوښتل یې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي ورسېدل او اوس باید د امریکایي ځواکونو وتو ځنډ کې انعطاف وښیي.
هغه زیاتوي: " بهرني ځواکونه به ووځي. د وتو لپاره نېټه ټاکل شوې ده او د مې میاشتې له لومړۍ نېټې به پیل شي او د سپټمبر په ۱۱مه به دغه بهیر بشپړ شي. نو په دې اړه مشخصه نېټه شته."
رویټرز ته سرچېنو ویلي، چې پاکستان پر طالبانو فشار راوړي څو د مذاکرې مېز ته حاضر شي.
په دوحه کې د سولې مذاکراتو د بندښت ماتېدو په موخه د ترکیې، قطر او امریکایي استازو له څو ورځو راهیسې د طالبانو له استازو سره ځینې ناستې کړي دي.
په همدې حال کې، د دوشنبې په ورځ طالبانو ته ځینو نږدو سرچینو طلوعنیوز ته ویلي، ټولې خواوې د طالبانو او امریکا ترمنځ د باور جوړونې هڅې کوي او په دې برخه کې ځینې پرمختګونه هم شوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، د امریکا، قطر، ملګرو ملتونو او د ترکیې استازي هڅه کوي څو طالبانو ته ډاډ ورکړي، چې مذاکرات له سره پیل کړي او د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي.
د پوهنتون استاد فیض محمدځلاند په دې اړه وایي:" طالبان غواړي، چې د ترکیې ناسته برخلیک ټاکوونکې او پرېکړه نیووکې اوسي او د طالبانو په اند دغې موخې ته رسېدو لپاره د دوحې هوکړې عملي کېدنه مهمه ده."
د امریکا، قطر، ترکیې او ملګرو ملتونو په ګډون پاکستان هم په وروستیو ورځو کې د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو اړ کولو لپاره خپلې هڅې پیل کړې دي.
پاکستاني خبریال طاهرخان ویلي:" دا کېدای شي د پاکستان لپاره یو چلینج وي، چې ایا کولی شي د ترکیې په ناستې کې د ګډون لپاره طالبان اړ کړي که نه؟"
له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، که طالبان غواړي، چې هغوی ته د یوې منفورې ډلې په سترګه ونه کتل شي نو باید د ښځو او نجونو حقونو ته درناوۍ وکړي.
د امریکا، ترکیې، او ملګرو ملتونو په ګډون اوس پاکستان هم هڅه کوي څو پر طالبانو په دغې غونډه کې د ګډون لپاره فشارونه زیات کړي.