Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بدخشان کې د طالبانو برید کې اته تنه پولیس وژل شوي

یوه امنیتي سرچینه وایي، د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو برید کې اته تنه پولیس وژل شوي او درې تنه نور بیا ټپیان دي. 

سرچینه زیاتوي، طالبانو تېره شپه د زیباک ولسوالۍ په مرکز کې د سرکوهي پر پوستې برید کړی او د څو ساعتونو لپاره یې دغه پوسته کلابنده کړې وه. 

سرچینه زیاتوي، په دغې نښته کې طالبانو ته هم زیان اوښتی خو کره شمېره یې لا روښانه نه ده.

د سرچینې په وینا، دغه پوسته د زیباک د امنیې قومندانۍ له ودانۍ د دفاع لپاره جوړه شوې وه او بېرته پوسته د دولتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

امنیتي چارواکو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

خو طالبانو بیا د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی.

یوه سرچینه وايي چې طالبانو تېره په ناوخته د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی.

شریک یي کړئ