Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زابل د ولایتي شورا رییس په یوې چاودنه کې ټپي شو

د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حق‌بیان د زابل ولایت ودانۍ کې په یوې چاودنه کې ټپي شوی دی.

د ښاغلي حق‌بیان ورور اسماعیل زابلي د پېښې پخلی کوي او وایي، چې د دغې پېښې څرنګوالی لا روښانه نه دی.

د ښاغلي حق‌بیان کورنۍ وایي،  د نوموړي روغتیایي حالت ښه دی.

لا تراوسه د زابل سېمه‌ییزو چارواکو د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو په ګډون لاتراوسه هېڅ کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

په کلات ښار کې پنځه میاشتې وړاندې هم پر ښاغلي حق‌بیان برید شوی و، خو هغه ته په هغې چاودنه کې کوم زیان نه و اوښتی.

په هغه برید کې درې ولسي وګړي وژل شوي و او نږدې شل تنه نور بیا ټپیان شوي و.

شریک یي کړئ