Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکیې غونډه کې د جمهوریت ګډون کوونکي پلاوي د نوملړ وروستي کېدل

حکومت وایي چې د ترکیې په غونډه کې د جمهوریت د پلاوي نوملړ وروستی شوی.

د حکومت یو لوړپوړی چارواکی طلوع نیوز ته دغه خبر پخلی کوي او وایي چې پتیېل کېږي چې د ترکیې په غونډه کې د جمهوریت په استازیتوب ۱۵ تر ۱۷ تنو ګډون وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا هم د دغه نوملړ د بشپړېدو خبر مني، خو طالبان وایي چې د دغې ډلې پلاوی به هغه مهال دې غونډه کې ګډون وکړي چې امریکا د دوحې تړون په بشپړ ډول پلی کړي.

په داسې حال کې چې قطر، ترکیه ملګري ملتونو او امریکا د ترکیې په کنفرانس کې ګډون ته د طالبانو د راضي کولو پر هڅو بوخت دي. افغان حکومت د ترکیې په کنفرانس کې د جمهوریت د پلاوي د وروستي کېدو ډاډ ورکوي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون په دې هکله وايي:«د ترکیې غونډې د ګډون لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت د ګډون کوونکو نوملړ چمتو شوی او ټاکل شوې چې دغه نوملړ ډېر ژر خپور شي.»

بل خوا زلمي خلیل زاد هم تېره شپه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د تړلو دروازو ترشا جزییات وړاندې کړي دي.
             
د امریکا د سناجرګې د  بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس رابرټ مېننډز وویل:«د افغانستان د ننګونو لپاره ښې حل لارې نشته. له خلیل زاد نه جدي پوښتنې وشوې او یوه له دغو پوښتنو دا وه چې د سر او مال له شل کلنۍ پانګونې وروسته موږ څه ډول ډاډ ترلاسه کولای شو چې طالبان نه شي کولای د حکومت کنټرول په خپله ولکه کې واخلي او بالاخره د ترهګرو لپاره د فعالیت زمینه برابره نه شي.» 

خو له هېواد نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د سیاستوالو او په ټوله کې د افغانانو ترمنځ د سیاسي اجماع رامنځته کېدل مهم بلل کېږي.
       
د افغانستان د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد رییس جمعه خان همدرد په دې هکله زیاتوي:«د افغانانو ترمنځ دې ملي اجماع رامنځته شي چې یوې مطلوبې پایلې ته ورسېږي.»

له وړاندې د ټاکل شوې مهال وېش له مخې، تمه کېږي چې د ترکیې غونډه تر راروانو څلورو ورځو جوړه شي، خو تر اوسه د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې د ترکیې په کنفرانس کې د جمهوریت د طرحې د وروستۍ کولو لپاره غونډه نه ده کړې.

شریک یي کړئ