Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جګړې د نوي څپرکي پیل؛ طالبانو پر څلورو ولایتونو بریدونه کړي

د جګړې د نوي څپرکي له پیل سره سم طالبانو د هېوا پر څلورو مهمو ولایتونو کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار بریدونه کړي دي.

د امنیتي او پوځي چارو ځينې شنوونکي وایي چې طالبان د دغه بریدونو په ترسره کولو سره غواړي په حکومت فشار راوړي، او د سولې په خبرو کې زور ښودنه وکړي.

د دې ترڅنګ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د جګړو او امنیت ضد پېښو کې ۱۶ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د ځایي چارواکو په وینا، په وري میاشت کې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې سختې جګړې شوې، خو د شینډنډ، اوبه، پښتون زرغون، کشک کهنه، ګلران، غوریان او چشت شریف ولسوالۍ د نورو پرتله ډېرې نا امنې شوې دي.

په دې میاشت کې په هرات کې تاوتریخوالی تر دې کچې رسېدلی چې یوازې د روژي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د دغه ولایت پر بېلابېلو سیمو ۳۶ بریدونه شوي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي:«په شینډنډ کې موټر بم درول شوی و، چاودنه په زنده جان کې وه او د موټر بم یوه پېښه چې هغوی په ګلران کې چمتو کړې وه چې په خپله ونه توانېدل استعمال یې کړي.»

په لوېدیځ کې د پراته هرات په څېر، په شمال کې بلخ هم په تېرو کلونو کې د هېواد له امنو ولایتونو و، خو په وروستۍ یوې میاشت کې په دغه ولایت کې د بې سارې تاوتریخوالي رپوټونه ورکړل شوي دي.

د بلخ، چمتال، چاربولک، دولت آباد، شولګرې، کشنده، زارې او چارکنټ ولسوالۍ د هغو سیمو په توګه یادېږي چې په دې موده کې جګړو ډېرې ځپلې دي.

د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید وویل:«د دواړو ښکېلو لوریو ترمنځ سخته جګړه شوې ده، مخالفینو او امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.»

بل پلو د هېواد په مهم سوېلي ولایت کندهار کې هم له څو میاشتو راهیسې درنې جګړې پېل شوې دي، د طالبانو پراخ بریدونه تر ډېره په ژیړۍ، پنجوایي، ارغنداب، ډنډ او ارغستان ولسوالیو کې شوي دي.

که څه هم ارغنداب او ژیړۍ ولسوالۍ د افغان ځواکونو له عملیاتو وروسته نسبتاً امنې شوې دي؛ خو په پنجوایي او ارغستان کې لاهم د جګړو اور بل دی.

د کندهار د ولایتي شورا رییس سید جان خاکریزوال څرګندوي:«کارو بار نشته، وايي راشئ جهاد دی، جنګ دی، راځئ چې کندهار ونیسو؛ نه کندهار نیونکی دی او نه جګړه شرعي ده، دا خبره ټولو علماوو کړې ده.»

په دې لړ کې د هېواد ختېځ په ننګرهار ولایت کې هم تاوتریخوالی زیات شوی دی او په سره رود، شیرزاد او اچین ولسوالۍ کې جګړې پېل شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي:«وخت ناوخته په ځينو ولسوالیو کې زموږ د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کوي چې له نیکه مرغه د هغوی په ځواب کې بریدونه ترسره کېږي او ماته ورکول کېږي.»

په دغه راز وضعیت کې امنیتي ادارې هم د طالبانو او داعش پر خلاف د عملیاتو د پېلولو لپاره د خپلو تابیاوو خبره کوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات‌الله حیات په ډاګه کوي:«د سولې خبرې اترې زموږ د مشرانو کار دی! زموږ کار په هر ځای کې طالب، ورانونکی یا جنایت کار سر پورته کړي، ځپل یط زموږ دنده ده! دا خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وایم.»

امنیتي ادارې، د هېواد پر یو شمېر ولایتونو د طالبانو د بریدونو زیاتېدل د دې ډلې د پسرلینو عملیاتو یوه برخه ګڼي، خو طالبانو تر اوسه خپل پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي.

شریک یي کړئ