Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل هوايي ډګر کې د کورونا ویروس د معاینې پر انحصاري کېدو نیوکې

د کابل هوایي ډګر کې د کورونا ویروس د معایني لپاره یو انحصاري مرکز جوړ شوی دی چې د ولسمشر یوه سلاکار پورې اړوند دی.

طلوع نیوز ته په یو رارسېدلي سند کې راغلي دي چې د حامد کرزي هوایي ډګر چارواکو د هوایي شرکتونو له مسوولانو غوښتي چې عربي هېوادونو ته تلوونکي مسافران دې، یوازې همدغه لابراتوار کې د کورونا معاینه وکړي.

خدیجه امین چې څه موده وړاندې له کابله دوبۍ ته تللې وه، وایي سره له دې چې په یوه خصوصي لابراتوار کې یې د کورونا معاینه وکړ؛ خو په هوايي ډګر کې د هوایي شرکت مسوولانو ورته وویل چې د سیټي لابراتوار د ټسټ له نتیجې پرته نورې هغه ورته اعتبار نه لري.

خبریاله خدیجه امین زیاتوي:«کله چې ټول روغتونونه د اعتبار وړ نه دي باید ووايي او یا هماغه روغتونونه بند کړي چې تاسې اجازه نه لرئ چې د کورونا معاینه وکړئ.»

د ولسمشر په دغه حکم کې لارښوونه شوې چې د دوبۍ پر لور تلونکي مساپر باید یوازې په سیټي لابراتوار کې د کورونا ټسټ وکړي. دغه لابراتوار په خپله د ولسمشر د یوه سلاکار ملکیت دی.  

د سیټي لابراتوار رییس او دعامې روغتیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار رضوان احمدزی څرګندوي:«جي ۴۲ غوښتل چې په افغانستان کې د ځان لپاره یو ځايي پارتنر ولري او موږ په رینګینګ کې اول و له موږ سره په تماس کې شول او موږ ابوظبۍ ته ولاړو او له جي ۴۲ سره مو تړون وکړ نه له افغان حکومت سره.» 

د دغه سند له مخې د کابل د هوایي ډګر ادارې هم د مسافرو د کورونا پرمعایناتو د څارنې مسوولیت یوازې سیټي لابراتوار ته ورکړی دی.

د حامد کرزي د هوایي ډګر وارسي کوونکی احمد جاوید شفايي وايي:«د هوايي چلند ادارې د میدان ریاست ته لارښونه کړې چې د هغوی لپاره د اسانیتان د رامنځته کولو او د هغوی د فعالیت لپاره د ځای برابرولو په برخه کې اجرات ولرئ.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري هم وویل:«له عربي متحده امارتو څخه پرته که څوک د نړۍ هر ځای ته ځي باید له هغو لابراتوارونو چې د عامې روغتیا وزارت څخه یې د فعالیت جواز اخیستی وي ټېسټ واخلي او میدان ته دې مراجعه وکړي.»

خو ځینې څارونکي بنسټونه پوښتي چې ولې یوازې سیټي لابراتوار، یعنې د ولسمشر د سلاکار لابراتوار ته له کومې داوطلبۍ پرته دغه امتیاز ورکړل شوی دی؟ هغه هم په داسې حال کې چې ویل کېږي د عامې روغتیا وزارت څو ځله دغه لابراتوار ته د جعل کارۍ له امله اخطارونه ورکړي دي.

د ولسي جرګې د شکایتونو  کمېسیون رییس صادق قاري زیاتوي:«په اساسي قانون کې په سوداګرۍ کې انحصار نشته او په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې، دوی له دې پرته چې پرمختللی لاربراتوار راوړي. د یوه مکتوب پر بنسټ چې له اماراتو راغلی او د چارو ادارو ته یې وړاندیز کړی او غوښتي یې دي چې انحصار شي.»

د ملکي هوايي چلند د ادارې په مکتوبونو کې ویل شوي دي چې دغه پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې متحده عربي اماراتو له افغانستانه پر کورونا ویروس د ککړو ورغلو مسافرو له ورتګه شکایت وکړ.

شریک یي کړئ