د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له کوچني اختر وروسته د افغانستان د سولې مذاکراتو په تړاو د ترکیې ناستې نوې نېټه اعلان کړه.
تمه کېده، چې دغه ناسته د ملګرو ملتونو په رهبرۍ تر راتلونکو درېیو ورځو د اپریل په ۲۴مه نېټه جوړه شي.
د طالبانو نه چمتو کېدل د دغې ناسته د ځنډېدو لامل شو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي: " موږ له قطر، امریکا او ملګرو ملتونو سره له سلا مشورو وروسته دغه پرېکړه کړې، چې د افغانستان سولې په اړه د استانبول دغه ناسته وځنډوو."
له دې وړاندې امریکا، ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو هڅه کړې وه څو طالبان په دغې ناسته کې د ګډون لپاره قانع کړي.
خو طالبانو بیا د سپټمبر په ۱۱مه د امریکایي ځواکونو د وتو په نېټه کې د بدلون په غبرګون ویلي، څو چې له افغانستانه بهرني ځواکونه ونه وځي، د افغانستان په اړه به هېڅ کومې ناسته کې ګډون ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سهشنبې په ورځ د افغانستان حکومت اعلان کړه، چې د ترکیې په ناسته کې د جمهوریت د هیات نوملړ وروستی شوی.
د افغانستان یو لوړپوړی چارواکی د دغې خبر په تاییدولو سره طلوعنیوز ته ویلي، تمه کېږي چې په دغې ناسته کې به د جمهوریت هیات د ګډونوالو شمېر له ۱۵ تر ۱۷ کسانو وي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا هم د ترکیې په ناسته کې د جمهوریت هیات د نوملړ وروستي کېدل منلي، خو طالبان بیا وایي، په دغې ناسته کې د طالب استازو ګډون لپاره اړتیا ده، چې امریکا د دوحې هوکړهلیک په بشپړ ډول عملي کړي.