Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سپټمبر له یولسمې مخکې له افغانستانه د وتلو لپاره د ناټو هڅې

د المان دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت هڅه کوي له سپټبمر میاشت مخکې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه تعیین شوې له افغانستانه بهر شي.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند ډیوېډ هلمبولډ وايي چې د جولای څلورمه نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې په توګه په پام کې نیول شوې ده.

هغه په دې هکله وايي:«دمګړۍ په کابل کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت په اډانه کې د شاتګ د مودې پر رالنډولو بحث روان دی. له دې منځه د جولای څلورمه د شاتګ د نېټې په توګه په پام کې نیول شوې ده.»

نوموړی زیاتوي، اوس یوه لوجسټیکي دنده ورتر غاړې ده او د جرمني اردو دغې چارې لپاره چمتو ده. 

هغه همداراز په ډاګه کړې چې، هڅې کېږي؛ څو د اړتیا وړ نظامي وسایل او تجهیزات له وسې سره سم، په ټاکل شوې نېټه له افغانستانه ولېږدول شي.

ډیوېډ هلمبولډ زیاته کړه:«د ناټو ماموریت اوس د هغې د ننګونو او عواقبو پر څېړنې بوخت دی. د جرمني پوځ تر دې مخکې چمتو شوی وو چې، په نسبي توګه ګړندۍ شاتګ وکړي.»

الماني رسنیو ویلي چې، د دغه هېواد مهم نظامي تجهیزات باید له مزارشریفه بېرته جرمني ته ولېږدول شي او که چېرې یې د لېږدولو شونتیا نه وي؛ نو باید له منځه یوړل شي، چې د طالبانو لاسته ونه لوېږي.

د ولسمشر غني لومړی امرالله صالح  مرستیال وايي، له کندهاره د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی او تر راتلونکې یوې میاشتې به په هغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو شمېر صفر شي.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري په دې هکله وايي:«د وتنې د نېټې اعلان، د طالبانو ډله چې تر دې مخکې مغروره وه، لاپسې جسوره کړه او هغو ته یې د بشپړې بریا مفکوره ورکړه. موږ دغه وضعیت د ۲۰۲۰  کال په فبرورۍ میاشت کې درک کړ. نو اوس طالبان داسې انګېري چې، د سوچه اسلامي نظام د جوړولو موخې ته نږدې شوي او همدې مسلې ته په کتو هغوی په سولې خبرو کې په مانا لرونکي توګه ونډه نه اخلي. د هغوی په باور له سپټمبر میاشتې وروسته کولی شي د افغانستان اسلامي جمهوریت پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.»

له بل لوري نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې، د امریکا دفاع وزارت په سیمه کې د الوتکو د لېږدونکې یوې بېړۍ د ځای پر ځای کولو په لټه کې دی چې په وسیله یې له افغانستانه خپل ځواکونه او نظامي تجهیزات وباسي.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ویلي چې، د روان کال د سپټمبر تر یولسمې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه ووځي؛ خو اوس په ناټو کې د واشنګټن متحدین آن له یادې نېټې مخکې له افغانستانه د وتو په فکر کې دي.

د ولسمشر غني لومړی امرالله صالح  مرستیال چې کندهار ولایت ته سفر کړی وايي، له دغه ولایته د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی او تر راتلونکې یوې میاشتې به په هغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو شمېر صفر شي.

شریک یي کړئ