Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیاسي اجماع پر رامنځته کېدو د ملي روغې جوړې عالي شورا ټينګار

د ملي روغې جوړې دعالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي که چېرې سیاستوال بې غوري وکړي او د سولې د راتلو لپاره خپل اختلافونه حل نه کړي او یوه سیاسي اجماع رامنځته نه کړي، دا کار به د بښلو نه وي.

نوموړی راتلونکې څلور میاشتې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ګڼي او وايي چې، په جمهوریت خوا کې د یوې اجماع رامنځته کېدل به د اوسني نظام د پاېښت احتمال لاپسې غښتلی کړي.

هغه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانانو ترمنځ د تفاهم رامنځته کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي:«کله چې بهرني ځواکونه نشته، افغانان باید په خپله نظام جوړ کړي او بې پروايي ونه کړي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا او ځینې سیاستوال د هېواد د ناخوالو د حلولو په موخه د ټولو سیاستوالو د همغږۍ په برخه کې د ولسمشر غني رول ډېر مهم ګڼي.

پخوانی پوځي صالح محمد ریګستانی وايي:«طالبان د قدرت په پار جنګېږي او پلمه یې شریعت دی، اشرف غني جنګېږي او پلمه یې جمهوریت دی.»

د امریکا - طالبانو د هوکړې پر بنسټ، بهرني ځواکونه باید تر راتلونکو ۹ ورځو پورې له افغانستانه وتلي وای؛ خو د دغو ځواکونو د وتلو نېټه د سپټمبر یولسمې ته ځنډول شوې ده.

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید څرګندوي:«د افغان دولت لوری له ټولو لوریو څخه باید یوه خبره ولري.»
 
د ولسمشر غني سلاکار الیاس وحدت وویل:«افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی که چېرې له دغې موکې سمه استفاده وشي خو ښه، کنه یوځل بیا به ټوټې ټوټې شي.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ځنډېدل د دې لامل شول، طالبان د ترکیې په غونډه کې چې ټاکل شوې وه د روانې زېږېزې میاشتې پر ۱۶مه ترسره شي، ګډون ونه کړي.

شریک یي کړئ