په زابل ولایت کې په یوې ټرافیکي پېښه کې لس تنه وژل شوي او دیارلس تنه نور ټپيان شوي دي.
د زابل ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه تېره ورځ پنجشنبې د کلات ښار په جلدک سیمه کې د یوه ټونس ډوله او تېلري موټر د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده او ټول قربانیان ولسي وګړي دي چې د کار لپاره هلمند ته تللي وو.
د زابل مرکزي روغتون سرطبیب ډاکټر نظیر وايي چې د دغې پېښې د ځينو ټپيانو وضعیت نازک دی.
تراوسه د دغې پېښې اصلي لامل معلوم نه دی خو د چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی د هېواد په لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو لاملونه ښودل کېږي.
په دې اړه مو اندونه