Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ درې اړخېزه ناسته

د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چاور وزیرانو پرون په استانبول ښار کې یوه ناسته جوړه کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دغې ناستې اصلي موخه طالبانو سره د مذاکراتو بیا له سره پیلیدل دي.

د دغه وزارت په وینا، دغه ناسته د افغان سولې لپاره د استانبول غونډه چې وروسته له روژې جوړېږي مهمه وه.

په دغې درې اړخېزې ناستې کې له پاکستانه غوښتل شوي، چې استانبول په ناسته کې د ګډون لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب ویلي:« د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بیا پیلېدل، له سولې پروسې د ملاتړ لپاره د اجماع پیاوړې کول، د اجماع په پیاوړتیا کې د ترکیې او پاکستان رول او د سولې مدذاکراتو بریالي کېدل د دغې ناستې له اجنډاوو څخه دي.»

له بلې خوا طالبانو ته ځینې نږدې سرچینې وایي، د استانبول ناستې لپاره د طالبانو د مشرتابه غړي د سلامشورو په حال کې دي، خو لاتراوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو یو هیات د دغې ډلې د مرکچي پلاوي رییس شیخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د دغې ډلې مشرتابه غړو سره سلامشورو لپاره له قطر څخه پاکستان ته تللی.

د پوهنتون استاد اسدالله ولوالجي وایي:« که پاکستان ته قناعت ورکړل شي او پاکستان وکړای شي چې، طالبانو ته قناعت ورکړي نو دغه درې هېوادونه د ترکیې په ناسته کې ډېر مهم دي.»

د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ دغه درې اړخېزه ناسته د سیمې هېوادونو د لیدلوري یو کولو کې هم مهمه بلل شوې.

سیاسي فعال شیر خوستي ویلي:« دا یو مثبت ګام دی. هیله‌من یو، چې داسې اقدامونه ډېر شي او نظرونه شریک شي او هيله‌من یو، چې د افغانستان حکومت هم دغو هېوادونو سره همکاري وکړي.»

تمه کېده، چې د استانبول ناسته نن په ترکیې کې جوړه شي خو د طالبانو نه ګډون د دې لامل شو، چې دغه ناسته وروسته له اختره وځنډېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه