وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د بهرنیو ځواکونو وتل به زموږ پر خدمت او انګېزې اغېز ونه کړي'

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ملي پوځ د یوې اډې سرتېري وايی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته حاضر دي له امتیاز پرته د خپل هېواد د دفاع لپاره وجنګېږي.

دغه سرتېري چې له طالبانو سره د جګړې د لومړۍ کرښې په ۱۰۰ مټرۍ کې دي وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د هغوی پر خدمت او انګېزې به اغېز ونه کړي.

د هلمند سنګین ولسوالۍ د هلمند - هرات پر لویه لار پرته ده.

یو له دغو سرتېرو ضمیراحمد دی چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې په دې مرکز کې د کومانډو ځواکونو سر نښه وېشتونکی دی. هغه له خپلو نورو همسنګرانو سره له دې ځایه د هلمند نورو سیمو ته هم استول کېږي.

اوه میاشتې کېږي چې، ضمیر په کندوز کې خپل کور ته نه دی تللی او اوس اوس په ګرشک کې له طالبانو سره تر مخامخ جګړې وروسته راستون شوی دی.

د کومانډو د ضربتي ځواکونو سر نښه وېشتونکوی ضمیر احمد په دې هکله وايي:«دلته زموږ هېواد دی. که چېرې زه د دغه هېواد لپاره ونه جنګېږم، پنجابی او ایرانی هېڅکله نه جنګېږي! باید له خپل هېواده دفاع وکړو.»

ګومانډو اسدالله هم وویل:«زه حاضر یم له امتیاز یا تنخواه پرته او له میاشتو میاشتو رخصتۍ پرته د خپل هېواد د دفاع لپاره کار وکړم.»

دغه سرتېري چې، هر یو یې په څه باندې ۱۵ ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې جنګېدلي له میاشتو میاشتو خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي؛ خو په ظاهره داسې ښکاري چې، لا هم له هېواده دفاع ته ژمن دي.

په سنګین کې د ملي پوځ د کنډک قومندان عبدالکریم محمدي څرګندوي:«که چېرې دوی وغوښتل چې له افغانستانه ولاړ شي، موږ چمتو یوو چې په واک کې لرلو امکاناتو او تجهیزاتو سره چې افغانستان په ځان بسیا افغانستان واوسو او په خپله د افغانستان د پولیو، ښارونو او کورنۍ امنیت وینسو.»        

د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو غړی محمد یوسف وايي:«بهرني که په افغانستان کې وي او که نه وي، دا یو کال کېږي چې زموږ ګومانډو، ځانګړي ځواکونه، ضربتي او هوايي ځواکونه لرو چې له افغانستانه دفاع وکړي.»

هلمند طالبانو ته تر ټولو لویه اډه او په سویل کې له ستراتیژیکو ولایتونو شمېرل کېږي. د دغه ولایت امنیتي وضعیت په دې ورځو کې د سویل د نورو ولایتونو پرتله ښه دی.

د پوځ دغه اډه د جګړې له لومړۍ کرښې سره شاوخوا ۱۰۰ متره واټن لري او کله ناکله د شپې لخوا پرې بریدونه هم کېږي.

شریک یي کړئ