Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته هره ورځ ۴۹ تنه وژل کېږي'

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو د مهال له اعلان وروسته، په منځنۍ کچه ۱۱ تر ۴۹ پوځيان او ولسي وګړي د طالبانو د برید په پایله کې وژل کېږي.

د دغو معلوماتو پر بنسټ د روان کال د اپرېل له ۱۵مې - چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکايي ځواکونو د وتو نېټه اعلان کړې ده - تراوسه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ۲۲۶ پوځيان او ولسي وګړي وژل شوي دي.

د وژل شویو  په ډله کې ۶۹ تنه ملکیان او ۱۵۷ تنه نور یې پوځيان دي.

د ولسي جرګې  د کورني امنیت د کمېسیون رییس خان آغا رضايي وویل:«طالبانو چې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره ژمنه کړې وه، عمل ونه کړ. بلخوا فکر کوم چې له پوځي بریدونو سره کولای شي لاسته راوړنه ولري او ځينې ښارونه ونیسي.»

ټاکل شوې د شنبې په ورځ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر په رسمي توګه پېل شو، که څه هم په تېرو اونیو کې ددغه بهیر د نارسمي پلېدو خبر ورکړل شوی و.
            
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي:«بهرني ځواکونه اوس چمتو شوي چې له افغانستانه ووځي؛ نو طالبان باید د مذاکرې مېز ته راشي او حکومت هم پر غیر عملي طرحو ټينګار ونه کړي.»  

له دې ټولو سره سره طالبان چې د واشنګټن له لوري د بهرنیوځواکونو د وتلو اعلان شوې نېټه له امریکا سره د دې ډلې د موافقې نقض ګڼي وایي چې تر دې وروسته د هرې پرېکړې په کولو کې خلاص مټ لري او د دې ډلې د مشرتابه پرېکړې به عملي کېږي.
 
فیض محمد ځلاند د پوهنتون استاد څرګندوي:«تاوتریخوالی زیات شوی. زما باور دا دی که چېرې په راتلوونکو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اړیکې بدلون ونه کړي، د سولې مذاکرات به له ننګونو سره مخ شي.»

خو ظاهراً امریکا د افغانستان له جګړې تر دې کچې ستړې شوې ده چې د دغه هېواد ولسمشر کانګریس ته په خپلې تازه وینا کې کونړ د دوزخ د دروازې په توګه یاد کړی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له حضور نه نږدې شل کاله تېرېږي او ددغه هېواد نوې ادارې پرېکړه کړې ده چې تر سپټمبر میاشتې پورې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.
 
شریک یي کړئ