Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوګر خونړۍ چاودنه کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپيان شوي دي

د لوګر ولایت مرکز پل علم کې موټر بم چاودنه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان دي.

پرون ماښام د روژه ماتې پر مهال له چاودېدونکو توکو ډک یوه موټر د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې یو ولسي مېلمستون په نښه کړ.

د دغې پيښې ډېری قربانیان هغه زده کونکي دي، چې کانکور ازموینه کې ګډون لپاره له ولسوالیو څخه مرکز پل علم ته راغلي وو.

په پل علم ښار کې په دغه موټر بم برید سره په دغه ښار کې ځينې حکومتي بنسټونه، د خلکو ځينې کورونه او هټۍ پر کنډوالې بدلې شوې دي.

د پېښې شاهد عبدالرحمان وايي:«زښته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده، ډېری هټۍ او کورونه ویجاړ شوي او د ښيښو د رالوېدو په پایله کې خلک ټپيان شوي دي.»

د پېښې شاهد احسان الله وویل:«ډېری زده کوونکي د کانکور لپاره راغلي وو چې ډېری یې شهیدان شوي دي.»

د شنبې په سهار د وژل شویو کسانو خپل خپلوان د خپلو جنازو د وړلو لپاره پل علم ښار ته راغلي دي. دغه وژل شوي کسان چې ډېری یې د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، یو په بل پسې په تابونو کې کېښودل او وړل کېږي.

د یوه قرباني له خپلوانو داکتر ملنګ څرګندوي:«ایا دوی دو محشر په ورځ پوښتنه لري که نه؟ دوی د قیامت په ورځ خدای ته ځواب ویوونکي دي که نه، هغه کسان چې په قطر او کابل کې دي، د سولې عالي شورا او د دې په څېر د بې وزله او بېچاره خلکو له حالته خبر دي؟»

د یوه بل قرباني له خپلوانو عین الدین هم زیاتوي:«د خدای او قران په پار پر خلکو رحم وکړئ، وګورئ دلته ۲۱ مړي پراته دي.»

دغه پېښه هغه مهال وشوه چې، د دغه مېلمستون خلک پر روژه ماتي بوخت وو. امنیتي بنسټونه دا مني چې، د دغه برید په اړه له مخکې اطلاعات وو.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې، ولې له دغه بریده مخنیوی ونه شو.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وویل:«دلته د کابل دروازه ده او پر دغې سیمې د طالبانو فشار زیات دی چې له پاکستان سره نږدې سرحد لري.»

له دې پېښې سربېره، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له رسمي پیل څو ساعته مخکې په هرات او پروان کې هم چاودنې وشوې.

د پروان د ولایتي شورا غړی متین قدوسي وايي:«د بګرام د پوځي فرقې په جومات کې یوه ډېره خطرناکه چاودنه شوې ده چې ۲۵ تنه مړه او ټپیان شوي دي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد نورو برخو کې هم ۲۵ ملکیان وژل شوي او ۵۶ کسان ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست حیات الله حیات په ډاګه کړه:«په نورو سیمو کې ۱۵ تنه مُلکیان شهیدان او ۵۶ تنه نور ټپيان هم لرو.»

د دغو درېیو پېښو مسوولیت لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې نه دی منلی؛ خو حکومت بیا دغه مرګونی برید د طالبانو کار ګڼي.

شریک یي کړئ