د ولسي جرګې رییس او ځينې غړي وايي، طالبانو جګړې ته زور ورکړی او هره ورځ لسګونه نظامیان او ملکیان په جګړه کې وژل کېږي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د نړۍوالو اړیکو کمېسیون په یوه اعلامیه کې د بهرنیو ځواکونو وتل نا مسوولانه بولي او طالبانو او د نورو ډلو له ګواښونو سره مبارزې لپاره پر ملي یووالي ټینګار کوي.
ټاکل شوې وه چې د هېواد امنیتي او دفاعي چارواکي د تاوتریخوالي د زیاتېدو په هکله نن (دوشنبه)د ځواب ویلو لپاره ولسي جرګې ته ورشي، خو غزني ته د دغو چارواکو د سفر له امله دغه کار د چهارشنبې ورځې ته وځنډېد.
د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي:«که چېرې غزني ته پوځي تجهیزات ونه رسېږي او له خلکو مرسته ونه غوښتل شي دا ولایت به سقوط وکړي.»
د ولسي جرګې غړې نسیمه نیازۍ هم زیاتوي:«جګړه بست کلا ته رسېدلې ده د لښکرګاه ټولو دروازو ته رسېدلې ده.»
د ولسي جرګې غړې قمر بانو هم وویل:«د نورستان ولایت ټولې پولې د مخالفینو پر مخ پرانیستل کېږي او مخالفین مستقیماً تګ راتګ کوي.»
بل خوا د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون په یوې اعلامیه کې د بهرنیو ځواکونو وتل غیرمسوولانه ګڼي او خبرداری ورکوي چې دا بې غوري به د ناورین په بیه پرېوځي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون قیوم سجادي څرګندوي:«غیرمسوولانه او له بدیل امنیتي میکانیزم پرته وتل به نړیوال امنیت ته نه جبران کېدونکی زیان متوجه کړي.»
په ولسي جرګه کې د کاپیسا استازی اقبال صافی وايي:«کله چې بهرنیان له افغانستانه وځي هره ورځ د طالبانو په ګټه تبلیغ کوي.»
خو ورځ تر بلې د زیاتېدونکو ګواښونو په وړاندې د مقابلې یوازینۍ حل لار په کور دننه ملي یووالی او دا راز د سیمې د هېوادونو ترمنځ اجماع ګڼل کېږي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني څرګندوي:«د افغانستان اتل بچیان او سر لوړي دفاع کوونکي د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دي چې له مقاومت او زړورتیا سره د ملي واکمنۍ په وړاندې له هر ډول دسیسې سره مبارزه کوي.»
د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي هم وايي:«د افغانانو ترمنځ اجماع یوازینۍ هغه لار ده چې کولای شي پر اوسنۍ جګړې بریا ترلاسه کړي.»
په دې لړ کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي د هېواد د پوځيانو ملاتړ او د هغوی د سرښندنو او قربانیو درناوی مهم ګڼي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.