Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلېنکن: امریکا به له افغانستان سره خپلې اړېکې پرې نه‌کړي

انتوني بلېنکن د خپل برېټانیايي سیال سره په لندن کې په یوې ناسته کې ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتو سره به، واشنګټن د دغه هېواد په برخه کې له خپلو مسوولیتونو په شا نه‌شي.

هغه زیاته کړې، امریکا غواړي څو د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ او د افغان حکومت، طالبانو او نورو مهمو خواوو ترمنځ د سولې یوې سیاسي حل لارې ته د رسېدلو برخه کې له ډیپلوماټیکې لارې فعاله اوسي.

هغه زیاتوي: " په داسې حال کې چې له افغانستانه زموږ سرتېري د کمښت او وتو په حال کې دي، موږ به په شا نه‌شو."

په همدې حال کې د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر دامینیک راب ټینګار کوي، چې د ناټو متحدین هڅه کوي څو په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې توان خوندي وساتي او په دغه هېواد کې تېرې لاسته‌راوړنې چې په سختۍ لاس ته راغلي له منځ ولاړې نه‌شي.

تېره میاشت د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د دغه هېواد پاتې ۲ زره او ۵۰۰ سرتېري به د روان کال د سپټمبر په ۱۱مه ووځي.

له هغه وروسته برېټانیا او ناټو هم اعلان وکړ، چې هغوی هم له افغانستانه خپل سرتېري باسي.

برېټانیا په افغانستان کې شاوخوا ۷۵۰ سرتېري لري، چې ډېرۍ یې د افغان امنیتي سرتېرو د زده‌کړو او مشورو په ورکړې بوخت دي.

د دوشنبې په ورځ ځينو سیاست‌والو ویلي، چې د سولې بهیر کې سیاسي اجماع ته د افغانستان نه رسېدل به دغه هېواد د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته له کړکېچ سره مخ کړي.

له دې ډلې د افغانستان د نجات د ملي جبهې رییس ذبیح الله مجددي چې تازه یې له ولسمشرغني سره لیدلي وایي، ولسمشر د سولې په پروسه کې د ملي او سیاسي اجماع د رامنځته کېدو برخه کې هڅې پیل کړي، او دغه هڅې باید تعقیب شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې مشر وایي، باید سیاست‌وال د سولې په پروسه کې تفاهم سره او بې له دې چې خپلې ګتې په پام کې ونیسي ګام اوچت کړي، څو افغانستان بیا د کورنیو جګړو ښکار نه‌شي.

ولسمشر غني دوو ورځو راهیسې د محمد محقق، ذبیح الله مجددي، حاجي دین محمد، سعادت منصور نادري، میر رحمن رحماني او فضل هادي مسلمیار په ګډون له یو شمېر سیاسي څېرو سره کتلي دي.

ذبیح الله مجددي وایي، چې ولسمشر له نوموړي سره په کتنه کې د جمهوریت د سولې د طرحې او په سولې بهیر کې د اجماع د رامنځته کېدو په هکله خبرې کړې دي.

ښاغلی مجددي وایي، چې که څه هم حکومت په ځنډ سره د سولې په برخه کې د سیاست‌والو او حکومت د نظرونو د یو کولو لپاره ګام اخیستی دی، خو دا هڅې باید په جدي توګه دوام ومومي.

ذبیح الله مجددي څرګنده کړه:"افغانان باید په خپلو کې سره جوړ شي د هېواد لویو مسایلو ته باید جدي واوسي دا یو فرصت دی که چېرې سوله ونه شي افغانستان د تباهۍ په لور ځي."

په داسې وضعیت کې چې له طالبانو سره د سولې راتلونکې ناڅرګنده ده او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کورنۍ جګړې په تړاو اندېښنې هم څرګندې شو

ولسمشر تر دې وړاندې ویلي دي، چې د دولت عالي شورا له سیاست‌والو سره د مشورې او د افغانستان د جګړې او سولې د مشرۍ لپاره جوړوي، خو څرګنده نه ده چې کله د دې شورا د غړو نوم‌لړ وروستی کېږي او د دې شورا غونډې جوړېږي.

بلېنکن وایي، امریکا غواړي څو د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ او د افغان حکومت، طالبانو او نورو مهمو خواوو ترمنځ د سولې یوې سیاسي حل لارې ته د رسېدلو برخه کې له ډیپلوماټیکې لارې فعاله اوسي.

شریک یي کړئ