Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هلمند کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

په هلمند ولایت کې چارواکي په تېرو څلروېشت ساعتونو کې د لښکرګاه ښار لپاره د جګړې د مسوول په ګډون د ۱۱۰ تنه طالبانو له وژل کېدو خبر ورکړی.

د هلمند ولایت د پولیسو قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېرو څلروېشت ساعتونو کې د نهر سراج، ناوې، ګرمسېر او واشیر ولسوالیو په هوایي بریدونو کې او د سنګین د ۶۰۱ او ۶۱۱ پر لویو لارو د امنیتي ځواکونو سره د جګړو په پایله کې  ۱۱۰ تنه طالبان وژل شوي او ۳۷ تنه نور بیا ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لښکرګاه ښار لپاره د طالبانو د جګړې مسوول مولوي رحم الدین د مړه شوېو کسانو په ډله کې دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو ۲۹ مېله وسله او تجهېزات هم د دولتي سرتېرو لاس ته لوېدلي.

طالبانو لا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

په هلمند کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

د هلمند د پولیسو قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لښکرګاه ښار لپاره د طالبانو د جګړې مسوول مولوي رحم الدین د مړه شوېو کسانو په ډله کې دی

شریک یي کړئ