یوه امنیتي سرچینه نن (پنجشنبې د غوايي په ۱۶مه) وايي چې تېره شپه په لوګر ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې پنځه تنه د پولیسو سرتېري وژل شوي دي.
امنیتي سرچینو زیاته کړه چې دغه پوسته د دغه ولایت مرکز پل علم ښار په ۵۰۰ مټرۍ کې پرته ده.
لا څرګنده نه ده چې په دغه برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده که نه؟
بلخوا طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.