Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ښځې د قران نزول د لسیزې مراسمو کې : تېر ته نه ستنېږو

ځينو ښځو چې نن پنجشنبې په کابل کې د قرانکریم د نزول د لسیزې په لمانځغونډه کې یې ګډون کړی و، د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د حقونو پر ساتلو له ټینګار سره څرګنده کړه چې ښځې باید شاته ستنې نه شي.

د دوی په باور ښځو ته باید د زده کړو او کار حقونه ورکړ شي؛ ځکه روزل شوې ښځې کولی شي د اسلام د لومړنیو دورو په څېر د سولې خبرو کې ګډون او له خپلو حقونو دفاع وکړي.

د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه صافۍ وايي:«د سولې خبرې کوو، له پراخیتا خبرې کوو. ایا موږ د ام سلمه په نوم یوه مخکښه او مشره نه ده لرلې چې د حدیبیې په سوله کې یې څومره ګټور رول درلود چې سوله ټینګه شي؟»

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په داسې حال کې چې په اوسنیو شرایطو کې د ښځو اجماع مهمه ګڼي وايي، دم ګړۍ د هېواد په سلګونه دیني مدرسو کې زرګونه ښځې او نجونې پر زده کړو بوختې دي.

د ارشاد حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي څرګندوي:«د قران په برکت ورځ هم لمانځو، وخت او ځاي او انسان هم چې دغه قران ته یې خدمت کړی دی او خپله مینه یې څرګنده کړې ده او ستایوو.»

د دغې غونډې ګډونوالې له سولې وروسته د ښځو د راتلونکې په اړه اندېښمنې دي او وايي چې، داسې سوله دې راشي چې، د دوی فعالیتونه ورسره پایته ونه رسېږي.

زده کړیاله سونیا رووفي وايي:«هغه ښځې چې د مذاکرې په مېز کې حضور لري په احسنه وجه او عالي بڼه باید وکړای شي زموږ ښځو له وجوده دفاع وکړي. له غم لیدلو او کړېدلو ښځو دفاع وکړي.»
 
له دې سره سم، په کابل کې د قرانکریم د حسن قراآت سراسري سیالۍ وشوې. په دې سیالۍ کې د ښځو او نارینه و په ګډون شاوخوا  دوه زره قاریانو ګډون کړی او ۱۲ کسان به یې وروستي پړاو ته لاره ومومي. 

افغان ښځې وايي، نه ښايي چې، د سولې بهیر کې د دوی رول ننداریز وي؛ ځکه دوی له کلونو راهیسې ډېرې قربانۍ ورکړي دي. د دوی په وینا، هېڅ خنډ نه شي کولی چې، د ښځو د زده کړو، کار او په ټولنه کې یې د حضور مخه ونیسي.

افغان ښځې وايي، نه ښايي چې، د سولې بهیر کې د دوی رول ننداریز وي؛ ځکه دوی له کلونو راهیسې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

شریک یي کړئ