Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مرکزي بغلان کې د پوځ د پنځو مرکزونو ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو ځينې استازی وايي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په زاړه ښار کې د ملي پوځ د پنځو مرکزونو ځواکونه له خپلو ټولو تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د ولسي جرګې دغه غړي او ځايي سرچینې وايي چې په دغو مرکزونو کې کابو ۵۰ مېشت ځواکونو د بغلان تر نوي ښار شاتګ وکړ او طالبان د زاړه ښار بازار ته رسېدلي دي.

د ولسي جرګې غړی نسیم مدبر وايي:«په مرکزي بغلان کې وضعیت ډېر خراب دی که چېرې له زاړه ښار څخه مخکې ولاړ شي او همدا ډول دوام پیدا کړي د ښار مرکز ته رارسېږي او بغلان به له بد وضعیت سره مخامخ شي.»

دوی زیاتوي، په دې سره له پنځو اډو او څه باندې لسو پوستو نږدې ۲۰۰ دولتي سرتېري له خپلو ټولو پوځي تجهیزاتو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي؛ خو ۵۰ نورو دولتي سرتېرو بیا د یادې ولسوالۍ نوي ښار ته شاتګ کړی دی.
طالبانو هم ویلي چې، د دغې ولسوالۍ ځينې برخې یې نیولې دي.

د ولسي جرګې بل غړی مامور احمدزی هم څرګندوي:«دوه خبرې دي یا دا چې وړتیا نه لري او یا هم معامله کوي زما په باور شاتګ او سقوط یوه مانا لري.»

د ملي اردو یو سرتېري چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي؛ له طلوع نیو سره په اړیکه کې ویلي چې، د طالبانو شمېر ۴۰۰ ته رسېده او په وینا یې دوی په همدې تړاو د ملي دفاع وزارت له مسوولینو سره په اړیکه کې شوي وو؛ خو هغوی په دې برخه کې څه کار ونه کړ.

د پوهنتون استاد خالد شریفي وویل:«وظیفه يي غفلت د دې لامل کېږي چې موږ ولایت له لاسه ورکړو او ناامنۍ زیاتې شي او پراختیا پیدا کړي.»

ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی بیا طالبانو ته د ملي اردو د سرتېرو د تسلیمېدو خبر ردوي:«ستونزه دا ده چې دښمن د ولسي وګړو په کورونو کې ځای پر ځای شوي موږ پر یوه عملیات کار کوو او ډېر ژر به دا سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شي او بېرته به وضعیت عادي حالت ته راستون شي.»

له دې سره سم، د بلخ د ولایتي شورا ځينې غړي وايي، له لسو ورځو راهیسې د بلخ په دولت اباد، بلخ، شولګرې او چهاربولک ولسوالیو کې هم جګړه روانه ده.

له بغلان او بلخ سربېره په کندز، هلمند، کندهار، غزني، لوګر، زابل، هرات، بادغیس او فراه ولایتونو کې هم ورته نښتې روانې دي.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي وايي، د طالبانو یوې ډلې د پنجشنبې په شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر زاړه ښار برید وکړ.

شریک یي کړئ