Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عباس ستانکزی: طالبان نه غواړي د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي

د طالبانو د مرکچي پلاوی غړی شېر محمد عباس ستانکزی وايي چې، طالبان نه غواړي د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي.

ښاغلی ستانکزی د ملګرو ملتونو او اروپايي تولنې له استازو سره په یوې انلاین غونډه کې وایي چې اتیلافي حکومت د افغانستان د کړکېچ حل لار نه ده او د یوه قوي متمرکز اسلامي نظام پر جوړېدو ټینګار کوي.

هغه په دې هکله وویل:«اسلامي امارت ایتلافي نظام نه غواړي؛ بلکې یوه متمرکز اسلامي نظام ته اړتیا ده. هغه نظام چې په هغه کې هر افغان وګړی حق ولري نه دا چې په څو تنو محدود وي. هغه نظام چې په هغه کې د هر افغان تبعه حقوق تامین وي.»

د طالبانو د مرکچي پلاوي دغه غړی د سولې بهیر د چټکتیا لپاره  له قید او شرط پرته د اوه زره طالب بندیانو خوشي کېدل او د ملګرو له تور نوملړه د دې ډلې د مشرانو د نومونو لېرې کېدل یوه جدي اړتیا ګڼي.

ښاغلی ستانکزی څرګندوي:«کله چې زموږ د پلاوی یو غړی غواړی د مشورې لپاره زموږ مشرانو او پوځیانو یا زموږ نورو غړو ته ولاړ شي ورځې وخت نیسي او دا د دې لامل شوی چې د سولې بهیر کې ځنډ رامنځته شي او بهیر وخت ونیسي.»

ښاغلی ستانکزی د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې استازو ته ډاډ ورکوي چې ښځې تر سولې وروسته هم په سیاسي بهیر کې ونډه لرلای شي، دی دا هم وایي چې د شریعت په رڼا کې د بیان آزادي د ټولو لپاره شته.
                      
د پکتیکا پخوانی والي الیاس وحدت وویل:«د طالبانو خبرې او کړنې سره توپیر لري. که چېرې طالبان غواړي چې واقعاً وښيي خبرې یې حقیقت لري، واقعاً او په حقیقي توګه مذاکره وکړي اوربند دې وکړي.»   

بل خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیل زاد پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې که طالبان سوله ونه ټاکي، امریکا به د هغو افغانانو ترڅنګ وي چې د جمهوریت د ساتلو لپاره هڅې کوي.

خو طالبان د شل کلنې جګړې پای ته رسېدل په لنډ وخت کې ناشونې ګڼې. 

شریک یي کړئ