د کورنیو چارو وزارت وایي تیره ورځ د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د سیدالشهدا ښوونځي ته په څېرمه چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰ واوښت.
د دغه وزارت د تازه شمېرو له مخې په پېښه کې د ژوبل شویو کسانو شمېر هم له سلو اوښتی دی.
دغه چاودنه د ښار په دریالسمه حوزه کې د سیدالشهدا ښوونځي ته څېرمه د شنبې په ورځ له ماسپښین وروسته له ښوونځي نه د زده کوونکو د رخصتېدو پر مهال وشوه. په چاودنه کې ظاهراً د نجونو د دغه ښوونځي زده کوونکي په نښه شوې وو.
د سیدالشهدا ښوونځي ښوونکی ابراهیم طلوع نیوز ته وویل چې لومړی دغلته له وړاندې ځای پر ځای شوي موټر بم چاودنه وکړه او تر شا یې د واټ پر غاړه دوه نور پټ کړي شوي بمونه هم یو په بل پسې وچاودل. د پېښې اکثره قربانیان ښځينه زده کوونکې دي.
تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی. طالبانو هم ویلي چې دوی په دغه چاودنه کې لاس نه لري.