Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر زده کوونکو برید؛ ولسمشر د سې شنبې په ورځ ملي ماتم اعلان کړ

ولسمشر غني په یوې ثبتي ویډیويي پیغام کې چې نن ماښام خپره شوه، د کابل په لوېدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي د تېرې ورځې ترهګریز برید د طالبانو کار وباله او د سې شنبې ورځ یې عمومي ویر او ماتم اعلان کړه.

ولسمشر غني وویل چې ترهګرې ډلې د نوم له بدلون سره هڅه کوي چې زموږ ځوانان له زده کړو بې برخې کړي.

هغه وویل چې څو ورځې مخکې په لوګر کې پر زده کړیالانو او تېره ورځ په کابل کې پر زده کوونکو د ترهګریز برید د قربانیانو د درناوي په پار، په مرکز او ولایتونو کې په ټولو دولتي ادارو او همدارنګه په بهر کې د افغان دولت په استازولیو کې به عمومي ماتم وي.

هغه همدارنګه وویل چې لومړي مرستیال ته یې حکم کړی چې په بیړه د ټپيانو د درمنلې لپاره نغدي مرسته وکړي او خپل دویم مرستیال ته یې هم حکم کړی چې د دوه اوونیو په لړ کې د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره امنیتي طرحه جوړه کړي.

کابل د تېرې ورځې په برید کې، ۶۳ زده کوونکې وژل شوې او څه باندې ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.  

شریک یي کړئ