Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: لنډمهاله اوربند نه بلکې دایمي هغه د افغانستان حل لار ده

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن دوشنبې په یوې خبرپاڼه کې د اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند په هکله وايي:«زموږ په باور د هېواد له اوسني کړکېچه د وتلو لار د مذاکراتو په چټکتیا، د دایمي اوربند په اعلان او د جګړې په پای کې دی.»

ښاغلی عبدالله زیاتوي:«په تېر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د اختر په ورځو او ځانګړو مناسبتونو کې یو اړخیز اوربند اعلان کړی دی. په دغو مناسبتونو کې د لنډ مهالي اوربند ټينګښت، د خلکو لپاره د لنډې مودې لپاره ارامښت رامنځته کوي، خو د هېواد د ستونزې د حل لپاره بنسټيزه او دایمي حل لار نه ده.»

هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لار نه لري.

هغه زیاتوي:«د وروستیو څلورو لسیزو تجربه د دې ښودنه کوي چې د تاوتریخوالي او وژنې نسخه نه یوازې دا چې د حل لار نه ده بلکې د کړکېچ او شخړې ژوروالی یې یا زیات کړی دی. په همدې دلیل، هېڅ ډله په محاسباتي تېروتنې کې ښکېل نه شي چې له ډېرې وژنې او تاوتریخوالی سره پایلې ته رسېږي.»

نوموړي څرګنده کړه:«د موکې له غنیمت شمېرلو سره یو ځل بیا د طالبانو تحریک د مذاکراتو بیا پیل، دایمي اوربند، د جګړې او وینې تویېدنې پای او د جامع، عادلانه، او باعزته او د ټولو لوریو لپاره د منلو وړ سیاسي حل لارې مودنې ته رابلوو.»

د ښاغلي غني دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې سرچینې وايی طالبانو د اختر د درې ورځو لپاره اوربند اعلان کړی دی.

د سرچینې په وینا، طالبانو د دغې ډلې غړو ته حکم کړی چې د اختر په درې ورځو کې په ټول هېواد کې له هر ډول یرغلي عملیاتو ډډه وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله یوځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لار نه لري.

شریک یي کړئ