Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پروان کې په دوو چاودنو کې دوه تنه وژل شوي

په پروان ولایت کې نن سهار د سړک غاړې ماین چاودنې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پروان ځايي چارواکي وايي چې یو کاسټر موټر چې د شمالي په لور روان وو، نن سهار د دغه ولایت په پل مټک سیمه کې په نښه شو چې په پایله کې یې دوه ته سړي ووژل شول او ۹ تنه نور ټپیان شول.

د پروان مُلکي روغتون سرطبیب ډاکټر قاسم سنګین وايي چې له دغې پېښې وروسته، د پېښې په سیمه کې د ولسي وګړو په منځ کې دویمه چاودنه هم رامنځته شوه چې په پایله کې یې پنځه تنه ټپيان شول چې د درې تنو ټپيانو وضعیت نازک دی.

ښځې او ماشومان هم د دغې چاودنې په قربانیانو کې شامل دي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی. 

د پروان ولایت د پل مټک سیمه کې د مُلکي وکړو پر کاسټر موټر چې د شمالي په لور روان وو چاودنه شوې ده چط په پایله کې یې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ