Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل زاد: امریکا د افغانانو تر څنګ ولاړه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د دوشنبې پر ماښام په خپله ټوېټر پاڼه د طالبانو او افغان حکومت له خوا د اوربند له اعلانه هرکلی وکړ او وې ویل چې په وروستیو اوونیو کې، تاوتریخوالي وحشتناک وو او د افغانستان خلکو د هغه بیه پرې کړه.

هغه زیاته کړه چې افغانان یوې سیاسي هوکړې او دایمي اوربند ته اړتیا لري.

هغه د افغانانو ترمنځ د مذاکرې د چټکتیا او د سیاسي هوکړې، بې مانا جګړې د پای غوښتونکی شو او زیاتوي دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې غواړي.

هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده.

ښاغلي خلیل زاد همدارنګه د «ډېر اشپیګل» له الماني ورځپاڼې په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې، وايي چې د افغانستان خلک د سولې په هیله کې دي او په دغه هېواد کې باید سوله راشي او له دې پرته بل هېڅ ښه غوراوی نشته. 

هغه په دغې مرکه کې وايي:«طالبانو په دغې اوونۍ کې د ویډیويي اړیکو له لارې له امریکا او اروپايي ډلې سره په برلین کې خبرې وکړې. هغوی وویل چې دوی یوه پوځي حل لار نه ویني او وايي چې یوازینی غوراوی، سیاسي غوراوی دی.»

هغه زیاتوي:«دواړه لوري باید د ګډو ټکو په موندلو کې واقع بینه وي. که چېرې د سولې هوکړه نه وي، د طالبانو د بریا لپاره بل غوراوی نشته. دا یوه اوږده جګړه ده.»

د اختر په ورځو کې د حکومت او طالبانو له لوري اوربند

د ملي روغې جوړې عالي شورا نن دوشنبې (د غوايي په ۲۰مه) د اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ.

د طالبانو مشرتابه خپلو جنګیالیو ته حکم کړی چې د اختر په درې ورځو کې نه د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته ولاړ شئ او نه هم له حکومت سره تړو کسانو ته اجازه ورکړئ چې ستاسو تر ولکې لاندې سیمو ته تګ راتګ وکړي.

ولسمشر غني د اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند په غبرګون کې له دغې ډلې غواړي چې واقعي او دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

د طالبانو مشرتابه د دغې ډلې جنګیالیو ته حکم کړی چې د اختر د درې ورځو په لړ کې، نه د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته ولاړ شي او نه هم په حکومت پورې تړلو کسانو ته اجازه ورکړي چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو ته تګ راتګ وکړي.

شریک یي کړئ